افغان طالبانو یو بل امریکایي تبعه خوشې کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165218-افغان_طالبانو_یو_بل_امریکایي_تبعه_خوشې_کړ
د امریکا د ولسمشر د بنديانو چارو ځانګړی استازی ادم بوایلر په یوه نه‌اعلان شوي سفر کې کابل ته راغلی او د افغان طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره یې لیدنه کړې ده.
(last modified 2025-09-29T08:55:55+00:00 )
Sep 29, 2025 13:24 Asia/Kabul
  • افغان طالبانو یو بل امریکایي تبعه خوشې کړ

د امریکا د ولسمشر د بنديانو چارو ځانګړی استازی ادم بوایلر په یوه نه‌اعلان شوي سفر کې کابل ته راغلی او د افغان طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره یې لیدنه کړې ده.

د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل وایي چې په دې ليدنه کې یو امریکایي تبعه امیر امیري له زندانه خوشې شوی او دواړو لوریو د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی.

امیر خان متقي دغه پلاوي ته ویلي، چې حکومت يې د بندي وګړو مسلې ته له سیاسي زاویې نه ګوري. متقي دغه راز څرګنده کړې چې مسایل د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي او په خبره یې، دغه امریکایي وګړی هم په همدې موخه خوشې شوی.

متقي همدارنګه د قطر د دولت د منځګړيتوب رول چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د بنديانو د خوشې کولو بهير کې يې اسانتيا برابره کړې ستایلی دی.

ښاغلی تکل وايي چې دغه کتنه کې ادم بوایلر د افغان طالبانو حکومت او امریکا تر منځ د خبرو پخوانی پړاو رغنده بللی او هیله یې څرګنده کړې چې پر پاتې مسایلو  هم خبرې دوام وکړي.

د يادونې وړ ده چې د ټرمپ ځانګړي استازی آدم بويلر څو ورځې مخکې هم کابل ته راغلی وو او د بهرنیو چارو وزیر سره یې لیدلي وو. دا د طالبانو له لوري د امریکایي تبعه د خوشې کولو لومړۍ پېښه نه ده؛ تر دې وړاندې هم د قطر د منځګړیتوب په ترڅ کې یو امريکايي بندي جورج ګليزمن خوشې شوی وو.