د افغانستان اقتصاد د ټرمپ له سیاستونو تاواني شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165438-د_افغانستان_اقتصاد_د_ټرمپ_له_سیاستونو_تاواني_شوی
د بحران ډلې ویلي چې د امریکا د مرستو کموالي د افغانستان په اقتصاد ډېر فشار راوړی دی.
(last modified 2025-10-04T04:23:57+00:00 )
Oct 04, 2025 08:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان اقتصاد د ټرمپ له سیاستونو تاواني شوی

د بحران ډلې ویلي چې د امریکا د مرستو کموالي د افغانستان په اقتصاد ډېر فشار راوړی دی.

د بحران نړیوالې ډلې له مرسته کوونکو هیوادونو په تیره بیا له اروپايي حکومتونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو په اقتصادي وضعیت باندې د امریکې د مرستو د بندیدو د پایلو د مخنیوي لپاره، له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې اترې ګړندۍ کړي.

ټرمپ د امریکې د واک له ترلاسه کولو وروسته په افغانستان باندې د دغه هیواد مرستې بندې کړې دي.

د بحران ډلې په یو رپورټ کښې ویلي چې د امریکې د مرستو د کموالي نه ستنیدو ته په پام سره، اروپايي او سیمه ایز هیوادونه باید «په عمل پاله او اصولي» کړنلارو سره، د افغانستان د اقتصاد د لاخرابیدو مخه ونیسي.

په دغه رپورټ کښې راغلي دي چې مرسته کوونکي هیوادونه باید د افغانستان د اقتصاد د راژوندي کولو او د بنیادي خدماتو د ساتنې په لړ کښې خبرواترو ته کښیني او په عین حال کښې د افغانستان په اقتصادي مبادلاتو باندې موجود قانوني محدودیتونه کم کړي.

د دغه سازمان په وینا، دا ډول اقدامات کوې شي د زرهاو کسانو ژوند وژغوري او ګاونډي هیوادونو ته د افغانستان د کړکیچ د غزیدو مخه ونیسي.

د بحران نړیوالې ډلې له چین څخه هم غوښتي دي چې د طالبانو او پاکستان ترمینځ د مینځګړي رول پیاوړی کړي، تجارتي ټیرفونه کم کړي او د افغانستان په معدنونو او انرجۍ کښې پراختیايي پروژې زیاتې کړي.

#افغانستان

#طالبان