په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۷ کسان مړه شوي
د افغانستان ځایي چارواکو اعلان کړی چې د سختو موسمي بارانونو او واورو له امله د رامنځته شویو سېلابونو په پایلې کې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي او له ۱۸۰۰ څخه زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
د ایرنا د راپور له مخې چې له «ایندېپندنت» څخه ئې نقل کړی، ځایي چارواکو وویل چې د قربانیانو په منځ کېد دوو ماشومانو پشمول د یوې کورنۍ پنځه غړي شامل دي چې د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت د کبکان په سیمې کې د خپل کور د چت د نړېدو له امله مړه شول.
د افغانستان د ملي ناورینونو د مدیریت ادارې ویاند تایید کړې چې ۱۱ نور کسان هم د هغو سېلابونو له امله ټپیان شوي دي چې د دوشنبې له ورځې راهیسې ئې د هېواد ګڼې سیمې اغېزمنې کړې دي.
خرابو هوايي شرایطو پراخ زیانونه اړولي، بنسټیزې بیخ بناوې ئې ویجاړې کړې، څاروي ئې له منځه وړي او ۱۸۰۰ کورنۍ یې اغېزمنې کړې دي، چې له امله یې د ښارونو او کلیو زیانمنو ټولنو حالت لا خراب شوی دی.
د افغانستان د ملي ناورینونو د مدیریت ادارې ویاند محمد یوسف حماد وویل چې د ارزونې ډلې زیانمنو سیمو ته لېږل شوې دي او د بشري مرستو د اړتیاوو د معلومولو لپاره څېړنې لا هم روانې دي.
افغانستان، لکه پاکستان او هند، د اقلیمي بحرانونو پر وړاندې په ځانګړي ډول د ناڅاپي سېلابونو له امله چې د موسمي بارانونو وروسته رامنځته کېږي، ډېر زیانمن دی.