طالبانو د ایران خلاف د صهیونیسټي رژیم او امریکې بریدونه وغندل
طالبانو په ایران باندې د امریکې د حملې په غندلو سره ویلي چې دا بدلونونه به د سیمې لپاره منفي پایلې ولري.
د فارس خبري آژانس په لیکنه، د طالبانو خارجه وزارت د ایران خلاف د امریکې او صهیونیسټي رژیم د حملو په غندلو سره، په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې د سیمې وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونه د شخړو د زیاتیدو سبب شوي او د هغو اوږدمهاله منفي پایلې، ټوله سیمه تر اغیزې لاندې راوستی شي.
طالبانو ټینګار کړی چې د هیوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي او د ملکي وګړو وژله محکومه ده.
له دې مخکښې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ته په ټیلیفوني اړیکه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د شهادت تسلیت ویلی و او د امریکې حمله یې غندلې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ټولو ښکیلو لورو غوښتي چې د هیوادونو د ملي واکمنۍ په احترام سره پوځي اقدامات بند کړي او خپل اختلافات له سفارتي لارې حل کړي ترڅو د کړکیچ د لازیاتیدو مخنیوی وشي.