د ایران او افغانستان په پولو کښې حالات نورمال دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i171310-د_ایران_او_افغانستان_په_پولو_کښې_حالات_نورمال_دي
طالب چارواکو وویل چې د ایران او افغانستان په پولو کښې د لاریو او ټرکونو تګ راتګ په عادي توګه روان دی.
(last modified 2026-03-09T18:08:13+00:00 )
Mar 09, 2026 22:34 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان په پولو کښې حالات نورمال دي

طالب چارواکو وویل چې د ایران او افغانستان په پولو کښې د لاریو او ټرکونو تګ راتګ په عادي توګه روان دی.

پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي دي، د هرات ولایت د اسلام قلا په کمشنرۍ کښې مسئولان وايي چې په ایران کښې د جنګ او شخړو له دوام سره سره د ایران او افغانستان ترمینځ د سوداګري شیانو ټرانزټ او د تګ راتګ بهیر په عادي توګه دوام لري.

د هرات د اسلام قلا کمشنر مولوي حضرت زعیم آغا وايي چې دمګړۍ د افغانستان او ایران په پوله کښې هره ورځ ۶۰۰ باري لارۍ ایران ته ځي او ۷۰۰ باري لارۍ د هم دغه ګمرک له لارې افغانستان ته راځي او د تجارتي شیانو انتقال بې له هیڅ ستونزې دوام لري.

په عین حال کښې د هرات سیمه ایز چارواکي وايي چې په کورنیو بازارونو باندې جدي څارنه لري او سوداګرو ته خبرداری ورکړی شوی چې له موجوده حالاتو ناوړه استفاده ونه کړي.

د ولایت مقام ویاند محمد یوسف سعیدي وايي، هر سوداګر چې د ایران د لارو د بندیدو په پلمه د شیانو بیه په خپل سرې توګه لوړه کړي، له جدي او قانوني چلند سره به مخامخ شي.

په عین حال کښې په هرات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول وايي چې د جنګي حالاتو سره سره، د ایران او افغانستان ترمینځ تجارتي اړیکې بحال دي خو د امریکې له خوا د ایران د ځینو تجارتي بندرونو په نښه کیدو په ځینو برخو کښې د شیانو د انتقال په بهیر کښې سختۍ رامینځته کړې دي.

د رسمي احصائیو له مخې، دمګړۍ د ایران او افغانستان ترمینځ د سوداګرو مبادلاتو سویه په کال کښې کابو څلور میلیارډ ډالر بلل کیږي چې ستره برخه یې په هرات ولایت کښې د اسلام قلا سرحد له لارې ترسره کیږي.