طالبان: له پاکستان سره مذاکرات مثبت وو
Apr 26, 2026 15:35 Asia/Kabul
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمینځ خبرې اترې مثبتې وې.
د فارس خبري آژانس په لیکنه د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي د دغې ډلې له سفارتکارانو او رسنیو وغوښتل چې د پاکستان په وړاندې مسئولانه چلند ولري. متقي ویلي چې د چین په ارومچي ښار کښې د طالبانو او پاکستان ترمینځ وروستيو مذاکراتو مثبته نتیجه لرلې ده. هغه زیاته کړې چې باید د ګاونډي هیوادونو په وړاندې مسئولانه چلند وشي او له راپاروونکو اقداماتو ډډه وشي. دا څرګندونې په داسې حال کښې دشوي چې د ارومچي له مذاکراتو وروسته د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمینځ پوځي شخړې کمې شوې دي.