د ایران او افغانستان د علمي همکاریو ویبنار ترسره شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172634-د_ایران_او_افغانستان_د_علمي_همکاریو_ویبنار_ترسره_شو
د افغانستان د آنلاین نړیوالې اکاډمۍ او د اسلامي نړۍ د ساینس او ټیکنالوجۍ د برخې او د علومو د استنادي موسسې ترمینځ «د علمي اړیکو، د تجربو د تبادلې او د ګډو همکاریو د اغیزناکو زمینو د جوړولو» ویبنار ترسره شو. 
(last modified 2026-05-07T07:19:27+00:00 )
May 07, 2026 11:27 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان د علمي همکاریو ویبنار ترسره شو

د افغانستان د آنلاین نړیوالې اکاډمۍ او د اسلامي نړۍ د ساینس او ټیکنالوجۍ د برخې او د علومو د استنادي موسسې ترمینځ «د علمي اړیکو، د تجربو د تبادلې او د ګډو همکاریو د اغیزناکو زمینو د جوړولو» ویبنار ترسره شو. 

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د ایران او افغانستان د علمي ملګرتیا په غونډه کښې په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت کلتوري صلاحکار روح الله حسیني د ایران او افغانستان ترمینځ د علمي همکاریو په اهمیت باندې په ټینګار سره دغه تعاملات د دواړو هیوادونو لپاره یو تاریخي، کلتوري او سټراټیجک ضرورت وباله. 
هغه د دواړو ولسونو ترمینځ ژورو تمدني اشتراکاتو ته په اشارۍ سره وویل: ایران او افغانستان یوازې ګاونډیان نه دي بلکې د یوې ګډې تمدني سیمې دوه برخې ګڼل کیږي چې د تاریخ په اوږدو کښې یې د اسلامي-ایراني تمدن په بڼه نیولو کښې یو مهم رول لوبولی دی. 
د هغه په ونینا، ګډه ژبه، کلتور، دین او علمي میراث د دواړو هیوادونو ترمینځ د علمي او پوهنتوني همکاریو د پراختیا لاره هواوي. 
حسیني زیده کړه: علمي همکارۍ یوازې تر زده کړې محدودې نه دي بلکې د بلخ، هرات، نیشابور او اصفهان په شان د مهمو علمي مرکزونو ترمینځ د فکر او پوهې د تبادلې د یو تاریخي بهیر راپوندي کول دي. 
هغه همداشان په نړۍ کښې چټکو علمي بدلونونو ته په اشارې سره له ګډو ظرفیتونو د استفادې په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل: افغانستان او ایران د ځوان انساني ځواکونو او د مناسبو علمي وړتیاو په لرلو سره په سیمه کښې په یو علمي قطب بدلیدی شي. 
په دغه ویبنار کښې د ځايي پوهې د تولید د پياوړیتا، د پوهانو له تیښتې د مخنیوي، د لوړو زده کړو د کیفیت د ښه کولو او د ګډ تمدني هویت د پياوړتیا په شان چورلیزونه، د علمي همکاریو د بنیادي ضرورتونو په توګه مطرح شول. 
دغه ویبنار د دواړو هیوادونو ترمینځ د علمي همکاریو د پیاوړتیا او له ګډو علمي او پوهنتوني ظرفیتونو د ګته پورته کولو په موخه ترسره شو.