د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري ۵۰۰ ملیون ډالرو ته ورسیده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173072-د_روسیې_او_افغانستان_ترمنځ_سوداګري_۵۰۰_ملیون_ډالرو_ته_ورسیده
د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ اندازه له پیل راهیسې دوه چنده شوې ده.
(last modified 2026-05-19T03:18:55+00:00 )
May 19, 2026 07:45 Asia/Kabul
  • د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري ۵۰۰ ملیون ډالرو ته ورسیده

د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ اندازه له پیل راهیسې دوه چنده شوې ده.

پارس ټوډی د فارس خبري اژانس په حواله خبر ورکړی چې د روسیې مرستیال لومړي وزیر الیکسي اورچوک وویل چې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۲.۶ ځله زیات شوی او ۵۰۰ ملیون ډالرو ته رسیدلی دی.

هغه له ندا محمد ندیم سره په یوه غونډه کې وویل چې افغانستان ته د روسیې صادرات ۲.۷ چنده او له افغانستان څخه د دې هیواد واردات ۱.۹ چنده زیات شوي دي.

دواړو خواوو همداشان د کرهڼیزو محصولاتو د صادراتو، انرژۍ، د پانګونې همکارۍ او افغانستان ته د روسیې د موټرو او لاریو د صادراتو د بیا پیل په اړه هم خبرې اترې وکړې.