کرزي د افغان نجونو لپاره د تعلیمي بورسونو هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173862-کرزي_د_افغان_نجونو_لپاره_د_تعلیمي_بورسونو_هرکلی_وکړ
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې له هر څه وړاندې) له لوري افغان نجونو ته د لوړو زده‌کړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده.
(last modified 2026-06-07T01:24:10+00:00 )
Jun 07, 2026 05:51 Asia/Kabul
  • کرزي د افغان نجونو لپاره د تعلیمي بورسونو هرکلی وکړ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې له هر څه وړاندې) له لوري افغان نجونو ته د لوړو زده‌کړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې له هر څه وړاندې) له لوري افغان نجونو ته د لوړو زده‌کړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده.

کرزي په یوه بیانیه کې ویلي چې د دې پروګرام له لارې ۷۴ افغان نجونې د امریکا د متحدوایالتونو له بېلابېلو پوهنتونونو فارغې شوې دي.

نوموړي فارغو شویو نجونو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د دوی بریا نه یوازې د محصلانو لپاره، بلکې د افغانستان د راتلونکې لپاره هم یو مهم پرمختګ دی.

کرزي د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو پر دوام ټینګار کړی او زده‌کړې یې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ بنسټیزه اړتیا بللې ده.

هغه همداراز د لوستو او مسلکي کسانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د نجونو پر مخ باید ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي، څو خپلې زده‌کړې په هېواد دننه هم دوام ورکړي.