اوچا: په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو ډېر قربانیان ماشومان دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174774-اوچا_په_افغانستان_کې_د_ناچاوده_مهماتو_ډېر_قربانیان_ماشومان_دي
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې ناچاوده مهمات د ملکیانو ژوند ګواښي او ماشومان د دغو پېښو ډېر قربانیان دي.
(last modified 2026-07-02T02:01:56+00:00 )
Jul 02, 2026 06:27 Asia/Kabul
  • اوچا: په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو ډېر قربانیان ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې ناچاوده مهمات د ملکیانو ژوند ګواښي او ماشومان د دغو پېښو ډېر قربانیان دي.

نوموړي سازمان راپور ورکړی چې له جنورۍ میاشتې تر مې پورې، د ناچاوده مهماتو له امله ۱۷۵ د تلفاتو پېښې ثبت شوې چې شاوخوا ۷۵ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.

اوچا خبرداری ورکړی چې د دغه وضعیت دوام، په ځانګړې توګه په زیانمنو سیمو کې د ملکي وګړو لپاره جدي ګواښ رامنځته کوي.

د راپور له مخې، تر جون میاشتې پورې په افغانستان کې د ماین پاکۍ فعالیتونو لپاره د اړتیا وړ ۱۴.۵ میلیونو ډالرو څخه یوازې ۳.۶ میلیونه ډالر برابر شوي دي.

اوچا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مالي ملاتړ په زیاتولو سره په افغانستان کې د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند خوندي کړي.