کندهار موزیم ودانۍ تر رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
افغان چارواکي وایي، په دې موزیم کې شاوخوا لس زره لرغوني او تاریخي اثار خوندي او نندارې ته ایښودل شوي دي.د کندهار موزیم ودانۍ د پنځوس زره ډالرو په لګښت په اساسي ډول رغول شوې ده .
د افغانستان د ملي موزیم رئیس، مولوي صبغت الله عابد، د ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې وویل، د افغانستان په ملي موزیم کې د کندهار ولایت ګڼ لرغوني او تاریخي اثار ساتل کېږي، چې ډېر ژر به کندهار موزیم ته ولېږدول شي.عابد وویل، د لرغونو او تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي هڅې د پخوا په پرتله ګړندۍ شوې دي. د هغه په وینا، دا مهال د کابل پر هوايي ډګر سربېره د هېواد په ټولو سرحدي دروازو کې د لرغونو او تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي لپاره موظفین ګومارل شوي دي.
د افغانستان د ملي موزیم د یوې برخې مشر، عینالدین صداقت، وایي د کندهار موزیم د ودانۍ رغونې ترڅنګ یې د اثارو د ثبت او راجستر، پېژندنې، ترمیم او ساتنې چارې هم بشپړې کړې دي.
د کندهار پوهنتون استاد، شیرشاه رشاد، د کندهار موزیم رغونه او د لرغونو او تاریخي اثارو راټولول او ساتنه یو ارزښتناک اقدام بولي. هغه وایي، د تاریخي او لرغونو اثارو ساتنه نه یوازې د حکومت، بلکې د هر افغان ګډ مسوولیت دی. د کندهار په موزیم کې له میلاد څخه مخکې او وروسته د شپږو تاریخي دورو شاوخوا لس زره لرغوني او تاریخي اثار خوندي شوي دي. دا اثار په لرګینو، خټینو، فلزي او کاغذي بڼو جوړ شوي او د لیدونکو لپاره نندارې ته ایښودل شوي دي.
د کندهار موزیم د ودانۍ دپرانستې مراسمو سره هم مهاله پر ودانۍ لګول شوې دړه کې د موزیم لپاره د عجایب خانې نوم لیکل شوې دی. که څه هم چې په دې اړه تر اوسه کوم داطلاعاتو کلتور وزارت نظر نه دی خپور شوی خو که دا نوم په رسمي بڼه غوره شوی وي. نو دا به لومړی ځل وي ،چې دافغانستان په ملي ترمینالوژۍ کې یو نوی نوم اضافه کیږي