طالبانو ایران ته د اپینو د قاچاق مخه ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176366-طالبانو_ایران_ته_د_اپینو_د_قاچاق_مخه_ونیوله
طالبانو ایران ته د ۴۹ کیلو ګرامه اپینو د قاچاق مخه ونیوله.
(last modified 2026-08-10T00:24:07+00:00 )
Aug 10, 2026 04:51 Asia/Kabul
  • طالبانو ایران ته د اپینو د قاچاق مخه ونیوله

طالبانو ایران ته د ۴۹ کیلو ګرامه اپینو د قاچاق مخه ونیوله.

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، په نیمروز ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکو د دې ولایت د پولیسو د پنځمې امنیتي حوزې د ځواکونو لخوا د ګزمې په جریان کې د ۴۹ کیلو ګرامه اپینو د کشف او د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړ.

د نیمروز د پولیسو د قوماندانۍ ویاند ګل محمد "قدرت" وویل چې د پنځمې امنیتي حوزې ځواکونو د سیاه چشمان په سیمه کې ۴۹ کیلو ګرامه اپین چې په "خوستي" ډوله موټر کې پټ شوي وو کشف کړل او د هغو د قاچاق مخه یې ونیوله.

د هغه په ​​وینا، کشف شوي مخدره توکي د نیمروز د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې څانګې ته سپارل شوي دي.

په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، طالبانو د مخدره توکو په کښت او قاچاق بندیز ولګوه او ویې ویل چې له دې حکم نه له سرغړوونکو سره به جدي چلند وکړي.