د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ د طالب چارواکو او حامد کرزي مهمې څرګندونې
د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ملا عبدالغني برادر، عبدالسلام حنفي، حامد کرزي، سراجالدین حقاني، امیرخان متقي، ملا محمد یعقوب او فصیحالدین فطرت د خپلواکۍ، ملي یووالي، امنیت، اقتصادي ځانبسیاینې او له نړۍ سره د اړیکو په اړه څرګندونې کړې دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، افغانستان د خپلواکۍ، امنیت او ملي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې نوي پړاو ته داخل شوی او نړۍ باید له طالبانو سره د اصولو پر بنسټ سیاسي او اقتصادي تعامل ته لاره هواره کړي.
برادر ویلي، د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي ده او هېواد باید د بل چا د اشارې پر بنسټ پرېکړې ونهکړي. نوموړي له نړۍ غوښتي چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
هغه همداراز ویلي چې افغان ولس د کورنۍ جګړې د تکرار منلو ته چمتو نهدی او په هېواد کې روانې ملي او اقتصادي پروژې باید د اقتصادي ودې لپاره پیاوړې شي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له پوځي او ملکي مسوولینو غوښتي چې د خلکو ترمنځ قومي، ژبني، سیمهییز او مذهبي اختلافات ختم کړي.
حنفي ویلي، د نړۍ استخبارات هڅه کوي په افغانستان کې اختلافات رامنځته کړي. هغه همداراز د عصري وسلو، تجهیزاتو او پوځي زدهکړو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه ټویټ له لارې ویلي، د خپلواکۍ ساتنه هغه مهال ممکنه ده چې افغانستان پیاوړی، پر خپلو پښو ولاړ او باثباته هېواد وي.
کرزي د ملي یووالي، سولې او ثبات ترڅنګ د نجونو او هلکانو پر زدهکړو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې لوستی او روزل شوی بشري ځواک د هېواد د پرمختګ اساسي اړتیا ده. هغه زیاته کړې چې افغانستان یوازې د ملي انسجام او ملي ځواک له لارې کولای شي د نړۍوالې ټولنې یو مسوول او بااعتباره غړی شي.
په همدې حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ویلي، امنیت یوازې د وسلو او امنیتي ځواکونو په فعالیت نه ټینګېږي، بلکې ټولنیز عدالت، د خلکو رضایت، د قانون حاکمیت، سالمه اداره او د دولت او ولس ترمنځ باور د دوامدار امنیت بنسټونه دي.
حقاني ویلي، خپلواکي هغه مهال بشپړېږي چې هېواد امنیت، پیاوړی اقتصاد او ملي یووالی ولري. نوموړي ټینګار کړی چې ټول قومونه باید ځانونه د هېواد شریکان او اصلي مسوولان وبولي او خلک باید د خپلو مشروع حقونو د غوښتلو له امله سپک نهشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، خپلواکي یوازې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره نه بشپړېږي، بلکې افغانستان باید په بهرني سیاست، اقتصاد، علم، ټکنالوژۍ او امنیت کې هم پر خپلو پښو ودرېږي.
متقي ویلي، افغانستان له هغو هېوادونو سره چې له طالبانو سره مثبت تعامل لري، په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې اړیکې لري او د سیمې هېوادونه باید اجازه ورنهکړي چې بهرني ځواکونه په سیمه کې بېثباتي رامنځته کړي.
د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي، افغانستان نه غواړي چې سیاسي، اقتصادي، امنیتي او دفاعي چارې یې د نورو هېوادونو د غوښتنو له مخې تنظیم شي.
هغه ویلي، طالبان له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ تعامل غواړي او له هېڅ هېواد سره د جګړې غوښتونکي نهدي.
ملا یعقوب ټینګار کړی چې د افغانستان د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره به په هوايي، ځمکنیو او عصري ټکنالوژۍ برخو کې هڅې دوام ولري.
د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د هېواد دننه او بهر خپلو مخالفینو ته خبرداری ورکړی چې له «پردیو دسیسو او د امنیت له ګډوډولو» لاس واخلي.
فطرت ویلي، طالبان د هر ډول دسیسو د شنډولو توان لري او مخالفینو ته یې بلنه ورکړې چې هېواد ته راستانه شي؛ خو که څوک امنیت ګډوډ کړي، د طالبانو ځواکونه به ورته قاطع ځواب ورکړي.
طالبانو د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه په داسې حال کې ونمانځله چې په دغو مراسمو کې طالب چارواکو د غازي امانالله خان نوم او د هغه لاسته راوړنې یادې نهکړې.