افغان توکمه عایشه وهاب د امریکاکانګرس سیالیو ته غوره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176906-افغان_توکمه_عایشه_وهاب_د_امریکاکانګرس_سیالیو_ته_غوره_شوه
پارس ټوډې - عایشه وهاب په نیویارک ښار کې زیږېدلې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړې او خور ئې د خپل مور او پلار له مړینې وروسته لومړی د ماشومانو د سرپرستۍ ادارو تر څارنې لاندې وې او وروسته د کلیفورنیا یوې کورنۍ په فرزندۍ ومنلې.
(last modified 2026-08-22T00:22:35+00:00 )
Aug 22, 2026 04:48 Asia/Kabul
  • افغان توکمه عایشه وهاب د امریکاکانګرس  سیالیو ته غوره شوه

پارس ټوډې - عایشه وهاب په نیویارک ښار کې زیږېدلې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړې او خور ئې د خپل مور او پلار له مړینې وروسته لومړی د ماشومانو د سرپرستۍ ادارو تر څارنې لاندې وې او وروسته د کلیفورنیا یوې کورنۍ په فرزندۍ ومنلې.

زمونږ خبریال د تسنیم  له قوله راپورراکړ، د امریکاد کلیفورنیا ایالتي سناتوره، افغان الاصله عایشه وهاب د امریکا کانګرس د یوې خالي څوکۍ د ډکولو لپاره په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه.

په راپور کې وئیل شوي دي،د امریکا  د ډیموکرات ګوند افغان توکمه  غړې عایشه وهاب خپله سیاله ملیسا هرنانډېز ماته کړه او په دې توګه لومړني افغان‌الاصله امریکایۍ شوه چې د امریکا کانګریس ته بریالۍ کېږي. نوموړې همدارنګه د کلیفورنیا په ایالتي سنا کې له دې مخکې لومړۍ مسلمانه او لومړۍ افغان‌الاصله امریکایۍ وه چې دې مقام ته رسېدلې وه.

د رویټرز د راپور له مخې، وهاب به د ډیموکرات ګوند د پخواني استازي اېرېک سوالوېل خالي شوې څوکۍ ډکه کړي. سوالوېل د ناوړه جنسي چلند له تورونو سره له مخامخ کېدو وروسته د اپرېل په میاشت کې له خپلې څوکۍ استعفا کړې وه.

د وهاب له بري سره به د کانګرس په استازو جرګه کې د دیموکراتانو څوکۍ ۲۱۳ او د جمهوريپالو ۲۱۸ څوکۍ وي.

عایشه وهاب په نیویارک ښار کې زیږېدلې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړې او خور ئې د خپل مور او پلار له مړینې وروسته لومړی د ماشومانو د سرپرستۍ ادارو تر څارنې لاندې وې او وروسته د کلیفورنیا یوې کورنۍ په فرزندۍ ومنلې.

وهاب په سیاسي علومو کې زده‌کړې کړې، د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یې تخصصي زده‌کړې بشپړې کړې او د ټولنیزو چارو/ټولنیزې مرستې (Social Work) په برخې کې ئې پي ایچ دي ترلاسه کړې ده.

د واشنګټن پوسټ او یو شمېر نورو رسنیو د راپورونو له مخې، د «متحدې ډیموکراسۍ پروژې» په نوم یوې اسرائیل پلوې لابي ډلې د اګست له لومړیو راهیسې کابو  ۲.۵ میلیون ډالر د وهاب د سیالې، هرنانډېز، د کمپاین د پیاوړتیا لپاره لګولي دي.

که څه هم وهاب په ځانګړو انتخاباتو کې بریالۍ شوه، خو د کانګرس د څوکۍ لپاره د هغې او ملیسا هرنانډېز سیالي لا پای ته نه ده رسېدلې.

ټاکل شوې دواړه کاندیدې په نومبر میاشت کې بیا سره مخامخ شي. د نومبر د ټاکنو ګټونکې به د کانګرس  څوکۍ د بشپړ دورې؛ یعني د دوو کلونو لپاره ترلاسه کړي.