مرستندویه ادارې دې په افغانستان کې خپل اداري لګښتونه کم کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176920-مرستندویه_ادارې_دې_په_افغانستان_کې_خپل_اداري_لګښتونه_کم_کړي
 د افغانستان د طالبانو د حکومت  مسئولانو   له مرستندویه نړیوالو ادارو وغوښتل چې خپل اداري لګښتونه دې  کم کړي، څو د افغانستان خلکو ته لا ډېرې مرستې ورسېږي.
(last modified 2026-08-22T01:28:15+00:00 )
Aug 22, 2026 05:55 Asia/Kabul
  • مرستندویه ادارې دې په افغانستان کې خپل اداري لګښتونه کم کړي

 د افغانستان د طالبانو د حکومت  مسئولانو   له مرستندویه نړیوالو ادارو وغوښتل چې خپل اداري لګښتونه دې  کم کړي، څو د افغانستان خلکو ته لا ډېرې مرستې ورسېږي.

د تسنیم خبري اژانس د  راپور له مخې، د  افغانستنان د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر «نورالدین ترابي» له مرستندویه بنسټونو او مؤسسو وغوښتل چې خپل اداري لګښتونه دې کم کړي، څو د نړیوالو مرستو ډېره برخه د افغانستان خلکو ته ورسېږي.

ترابي وویل: د آب و هوا د بدلونونو د اغېزو له امله، د بشري مرستو اړتیا، په تیره بیا په لیرې پرتو سیمو کې، زیاته شوې ده.

هغه له مرستندویه هېوادونو،  اورګانونو  او د بشري مرستو د پروژو له پلي کوونکو ادارو وغوښتل چې د مرستو چارې له سیاست څخه جلا کړي. هغه زیاته کړه چې د ده تر مشرۍ لاندې اداره په بشپړه توګه غیرسیاسي اداره ده.

د افغانستان د  طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر هم مرستندویه ادارو ته ډاډ ورکړ چې په فعالیتونو کې چټکتیا او روڼتیا د دې ادارې په لومړیتوبونو کې دي.

ترابي له دغو ادارو وغوښتل چې که په مرکز یا ولایتونو کې د دې ادارې له کارکوونکو سره له کومې ستونزې سره مخ کېږي، موضوع دې په مستقیم ډول له ده سره شریکه کړي، څو ستونزې په تر ټولو لنډ وخت کې حل شي.

هغه د خپلو خبرو په یوې بلې برخې کې ماینونه او ناچاودي مهمات د افغانستان د خلکو لپاره پټ ګواښ وباله او ویې ویل: طالبان هوډ لري چې د ماین پاکولو بهیر چټک کړي، څو د افغانستان ټوله خاوره د استفادې وړ وګرځي.