کابل کې پرون یو ځل بیا چاودنه شوې
Aug 23, 2026 13:20 Asia/Kabul
له کابل څخه راپورونه وایي چې د شنبې په ورځ د کابل ښار په لوېدیځ کې د دشت برچي سیمې یوه مارکېټ ته څېرمه چاودنه شوې ده.
د سرچینو په وینا، ښايي دغه چاودنه د لاسي بم د غورځولو له امله شوې وي.
سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د چاودنې د علت، هدف او د احتمالي مرګژوبلې د کره شمېر په اړه لا هم معلومات نه شته او تر اوسه حکومتي سرچینو په دې تړاو رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
په دې وروستۍ پېښه کې، تېره اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم په همدې سیمه کې د شمع هدایت خصوصي ښوونځي ته څېرمه چاودنه شوې وه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما د دفتر په وینا، لږ تر لږه دوه څلوېښت ماشومان پکې ټپیان شوي وو.
ټیګونه