اوچا: د افغانستان روغتیايي بودجه یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوې
Aug 24, 2026 13:01 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، د افغانستان د روغتیايي برخې لپاره له غوښتل شویو ۱۹۱ میلیونه ډالرو څخه تر اوسه یوازې ۷۱ میلیونه ډالر، چې ۳۷ سلنه کېږي، تمویل شوي دي.
اوچا وايي، روغتیايي اړتیاوې د شته سرچینو په پرتله ډېرې دي او په لرې پرتو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ډلې هغو خلکو ته اړین خدمات وړاندې کوي چې روغتیايي مرکزونو ته محدود لاسرسی لري.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره لا ډېرو مالي سرچینو ته اړتیا ده.
ټیګونه