چین دې د کابل ـ اسلام‌اباد ترمینځ منځګړیتوب کښې رول ولوبوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177080-چین_دې_د_کابل_ـ_اسلام_اباد_ترمینځ_منځګړیتوب_کښې_رول_ولوبوي
د «مادرن ډیپلوماسي» نشریې په یوه راپور کې ویلي چې چین کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره د منځګړو د هڅو د ملا تیر په توګه معرفي شي.
(last modified 2026-08-24T09:16:36+00:00 )
Aug 24, 2026 13:31 Asia/Kabul
  •  چین دې د کابل ـ اسلام‌اباد ترمینځ منځګړیتوب کښې رول ولوبوي

د «مادرن ډیپلوماسي» نشریې په یوه راپور کې ویلي چې چین کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره د منځګړو د هڅو د ملا تیر په توګه معرفي شي.

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، «مادرن ډیپلوماسي» نشریې وړاندیز کړی چې چین دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره د قطر، ترکیې او سعودي عربستان د هڅو د اصلي همغږي کوونکي په توګه وټاکل شي.

دې نشریې ویلي چې د یوه واحد چوکاټ او اغېزناک میکانیزم نشتوالی لامل شوی چې د دغو هېوادونو هڅې، سره له دې چې د کړکېچ په کمولو کې یې مرسته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د بنسټیز هواري لامل نه شي.

۸صبح ورځپاڼه لیکي چې د چین ځانګړي استازي ټاکل شوې وه چې څو هېوادونو ته سفر وکړي او د افغانستان، پاکستان او انقرې له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل‌لارې د موندلو په موخه هڅې وکړي.

د دې رسنۍ په وینا، د چین پخوانۍ هڅې د دې لامل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ، که څه هم کمزوری، اوربند لاسلیک شي. خو دغه اوربند ډېر دوام ونه کړ او دواړه لوري تر اوسه څو ځله له یو بل سره ښکېل شوي دي.