ننګرهار کې ۳۰۰ روږدي کسان د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول
Sep 08, 2026 13:01 Asia/Kabul
ننګرهار کې ۳۰۰ پر نشهيي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره زر بستریز روغتون ته ولېږدول شول.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې کارکوونکو دغه کسان د جلالاباد ښار او شاوخوا سیمو څخه راټول کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان د ښار په نهمه ناحیه کې د روږدو کسانو د درملنې زر بستریز روغتون ته انتقال شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان به له بشپړې درملنې او رغېدو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
په ننګرهار کې د روږدو کسانو د درملنې زر بستریز روغتون وروسته له هغې فعالیت پیل کړ، چې څو میاشتې وړاندې په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې دوه زره بستریز روغتون د پاکستان د پوځي الوتکو په برید کې ویجاړ شو.
ټیګونه