ننګرهار کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتون بنسټ ډبره کېښودل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178078-ننګرهار_کې_راستنېدونکو_کډوالو_ته_د_روغتون_بنسټ_ډبره_کېښودل_شوه
د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو کورنیو لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو چارې پیلېږي.
(last modified 2026-09-14T08:34:06+00:00 )
Sep 14, 2026 13:02 Asia/Kabul
  •  ننګرهار کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتون بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو کورنیو لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو چارې پیلېږي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب‌الله رحیمي وایي، د دغه روغتون د بنسټ ډبره د چمتلې ښارګوټي په ۳۰ جریبه ځمکه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي له لوري کېښودل شوه.

د نوموړي په وینا، پر دې روغتون یو میلیون او ۳۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راځي، چې د یوه بهرني خیریه بنسټ له لوري ورکول کېږي.

رحیمي وایي، دغه دوه‌پوړیز روغتون به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي او د راتلونکو درېیو کلونو په موده کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

د هغه په خبره، روغتون به له اړینو طبي وسایلو او تجهیزاتو برخمن وي او د سیمې په کچه به روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

د عامې روغتیا ریاست ویاند زیاتوي، د روغتون له جوړېدو سره به نه یوازې د چمتلې ښارګوټي مېشتو راستنېدونکو کورنیو، بلکې د شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته هم روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.