هند په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178100-هند_په_لومړۍ_شل_اوریزه_لوبه_کې_افغانستان_ته_ماتې_ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو نړیوالو درې‌اړخیزو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې له هند څخه د اوو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.
(last modified 2026-09-14T11:06:11+00:00 )
Sep 14, 2026 15:34 Asia/Kabul
  • هند په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو نړیوالو درې‌اړخیزو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې له هند څخه د اوو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.

ملي اتلانو د پچې له ګټلو وروسته لوبه په توپ اچونه پیل کړه او په شل اورونو کې یې د اتو ویکټو په له لاسه ورکولو یوسلو شپږ پنځوس منډې جوړې کړې.

په دویمه پاڼۍ کې هند یوازې درې ویکټې له لاسه ورکړې او په دیارلس اعشاریه څلور اورونو کې یې یوسلو اوه پنځوس منډې جوړې کړې، چې په دې سره یې دغه لوبه د اوو ویکټو په توپیر وګټله.

دواړه لوبډلې به د سنبلې په څلرویشتمه او شپږویشتمه هم خپلې دویمې او درېیمې لوبې ترسره کړي.