افغانستان کې د میلیونه کسان د څښاک اوبو څخه بې برخې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178104-افغانستان_کې_د_میلیونه_کسان_د_څښاک_اوبو_څخه_بې_برخې_دي
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام اعلان کړی چې د اوبو د حیاتي اهمیت سربېره، په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي بې برخې دي.
(last modified 2026-09-14T11:14:14+00:00 )
Sep 14, 2026 15:41 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د میلیونه کسان د څښاک اوبو څخه بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام اعلان کړی چې د اوبو د حیاتي اهمیت سربېره، په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي بې برخې دي.

له ملګرو ملتونو سره تړلې دغه ادارې ټینګار کړی چې په ټول افغانستان کې د څښاک اوبو ته د خلکو د عمومي لاسرسي د برابرولو لپاره باید هڅې زیاتې شي.

دغه ادارې زیاته کړې چې د اوبو د سرچینو د ساتنې، د روغتیايي وضعیت د ښه والي او په افغانستان کې د لا روغو ټولنو د جوړولو لپاره هوښیار ښاري پلان جوړونې، د اوبو د سرچینو سم مدیریت او د کثافاتو مدیریت ته جدي اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په وروستیو کلونو کې په تېرو لسیزو کې د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له یوه تر ټولو سخت بحران سره مخ شوی دی.