بلوچستان کې ۱۰۳ افغان کډوال نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178636-بلوچستان_کې_۱۰۳_افغان_کډوال_نیول_شوي
پاکستاني امنیتي ځواکونو د بلوچستان په دانا سر بای‌پس سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۳ افغان اتباع نیولي دي.
(last modified 2026-09-23T11:04:24+00:00 )
Sep 23, 2026 15:32 Asia/Kabul
  • بلوچستان کې ۱۰۳ افغان کډوال نیول شوي

پاکستاني امنیتي ځواکونو د بلوچستان په دانا سر بای‌پس سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۳ افغان اتباع نیولي دي.

امنیتي سرچینو ویلي، نیول شوي افغانان د قانوني اقداماتو لپاره پولیسو ته سپارل شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغو کسانو د انسان قاچاقبرانو له لارې د پاکستان، ایران او اروپا پر لور د تګ هڅه کوله.

امنیتي سرچینو زیاته کړې چې په یوه اوونۍ کې د نیول شویو ناقانونه، مېشتو افغانانو شمېر ۱۲۹ تنو ته رسېدلی دی.