په فاریاب کې وسله‌والو یو قومي مشر وواژه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178668-په_فاریاب_کې_وسله_والو_یو_قومي_مشر_وواژه
د افغان رسندویو له راپور سره سم په فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژانده وسله‌والو یو قومي مشر وژلی دی.
(last modified 2026-09-24T01:00:34+00:00 )
Sep 24, 2026 05:26 Asia/Kabul
  • په فاریاب کې وسله‌والو یو قومي مشر وواژه

د افغان رسندویو له راپور سره سم په فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژانده وسله‌والو یو قومي مشر وژلی دی.

سرچینو وویل چې ناڅرګندو وسله‌والو پرون ماښام د حاجي غلام سخي په نوم یو قومي مشر وژلی دی.

د سرچینو په خبره، دا پېښه د فاریاب بندر ولسوالۍ اړوند سیمه کې شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې انګیزه او لامل معلوم نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په لوګر کې هم یو قومي مشر وژل شوی و.