په نورستان کې لسګونه میله وسلې ونیول شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178980-په_نورستان_کې_لسګونه_میله_وسلې_ونیول_شوې
د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په نورستان کې د داعش له غړو څخه لسګونه میله وسلې او مهمات کشف شوي دي.
(last modified 2026-09-29T02:06:29+00:00 )
Sep 29, 2026 06:30 Asia/Kabul
  • په نورستان کې لسګونه میله وسلې ونیول شوې

د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په نورستان کې د داعش له غړو څخه لسګونه میله وسلې او مهمات کشف شوي دي.

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې چې د دغه هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو تېره ورځ په نورستان ولایت کې له هغو کسانو څخه لسګونه میله سپکې او درنې وسلې او یو شمېر مهمات کشف او ضبط کړي، چې د پاکستان او ډیورنډ کرښې له لارې دغه ولایت ته داخل شوي وو.

دغه وزارت د خپرې شوې ویډیو په تشریح کې اعلان کړی چې یاد کسان د «شر او فساد او داعش» غړي وو.

له دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې په نورستان کې د داعش ۲۸ غړي وژل شوي دي، خو ځینې سرچینې وایي چې دغه کسان وسله‌وال مخالفان وو.