افغان حکومت په قطر کې له طالبانو سره پټې خبرې کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i28870-افغان_حکومت_په_قطر_کې_له_طالبانو_سره_پټې_خبرې_کړی_دی
زمونږخبریال دانګلستان دګارډیّن ورځپاڼې لهقوله راپورراکړی ، دغې خبری سرچینې ویلی دی چې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره پټې خبرې پیل کړې او په دې برخه کې د حکومت یوه پلاوی په قطر کې د ملا عمر له ورور ملا اخوند عبدالمنان سره لیدلی دی چې په دغې لیدنې کې دافغانستان د ملی امنتی د ادارې مشر معصوم ستانکزئ هم موجود ؤ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 18, 2016 12:15 Asia/Kabul
  • افغان حکومت په قطر کې له طالبانو سره پټې خبرې کړی دی

زمونږخبریال دانګلستان دګارډیّن ورځپاڼې لهقوله راپورراکړی ، دغې خبری سرچینې ویلی دی چې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره پټې خبرې پیل کړې او په دې برخه کې د حکومت یوه پلاوی په قطر کې د ملا عمر له ورور ملا اخوند عبدالمنان سره لیدلی دی چې په دغې لیدنې کې دافغانستان د ملی امنتی د ادارې مشر معصوم ستانکزئ هم موجود ؤ .

 ګارډین ورځپاڼې  نن دا خبر  د طالبانو او افغان حکومت ته د نږدې سرچینو په حواله   ورکړى  او ویلی ئې دی چې  دا لیدنې په تېر سپټمبر او روان اکتوبر میاشتو کې شوې دی.

راپورښئ  دطالبانو دشورا یوه غړی چې غوښتل نامه ئې وانخستل شی  ویلی دی د  دغې ډلې دوخت دمشر ملا عمر  زوی محمد ملایعقوب  به ډیر زر  په قطر کې ددغو خبرواترو له دوام سره یو ځای شی

  هغه ویلی دی ،  په دغو خبرواترو کې  دپاکستانیو واکوالانو کوم استاذی شتون نه لری ،خو   له دواړو لورو سره  یوه امریکائی ډیپلوماټ  خبرې اترې کړی دی .

طالب سرچینې یادې ورځپاڼې ته ویلی چې د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې لومړۍ لیدنه مثبته وه او په ازاده فضا کې ترسره شوه.

دافغان حکومت او طالب استاذو ترمینځ وروستۍ خبرې اترې  دملاعمر له مرګه وروسته  دپاکستان  په پولې کې شوی  چې  د دغه هیواد دچارواکو له خوا په ایشواکیداسره دریدلی وې .