په باقرالعلوم جومات حمله د افغانستان په خلاف یوه خطرناکه دسیسه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i32941-په_باقرالعلوم_جومات_حمله_د_افغانستان_په_خلاف_یوه_خطرناکه_دسیسه
زمونږ رېډیو ته د رارسېدلی رپوټ له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تېر ګل په ورځ په کابل ښار کښې په باقرالعلوم جومات باندې له حملې وروسته چې له کبله یې دوه دېرش تنه مړۀ او تقریباً سل تنه ژوبل شول د شپږمې حوزې امنیتی چارواکے،د جنائی تحقیقاتو د ادارې چارواکے، استخباراتی چارواکے او د ترهه ګرۍ په خلاف د ادارې چارواکے له کاره څنګه کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2016 10:47 Asia/Kabul
  • په باقرالعلوم  جومات حمله د افغانستان په خلاف یوه خطرناکه دسیسه

زمونږ رېډیو ته د رارسېدلی رپوټ له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تېر ګل په ورځ په کابل ښار کښې په باقرالعلوم جومات باندې له حملې وروسته چې له کبله یې دوه دېرش تنه مړۀ او تقریباً سل تنه ژوبل شول د شپږمې حوزې امنیتی چارواکے،د جنائی تحقیقاتو د ادارې چارواکے، استخباراتی چارواکے او د ترهه ګرۍ په خلاف د ادارې چارواکے له کاره څنګه کړل.

له کابله د رارسېدلی رپوټ له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه غونډه کښې دې نتیجې ته رسېدلے دے چې دغو څلورو کسانو په خپله دنده صحیح عمل نه دے کړے او پکار دی له کاره ګوښې ته شی. دا چې افغان حکومت په یو جومات باندې د ترهه ګرې حملې په لړ کښې  د دغه جنایت له سیمې سره متعلق څلور تنه امنیتی چارواکی له کاره څنګته کړل آیا د دغې دومره سترې او ژورې پېښې په  اړه عامه افکار ارامولې او غلی کولې شی؟

زمونږ رېډیو په دې باب د ټیلفون له لارې د کابل پوهنتون د استاد او د سرنوشت ورځپاڼې د مسئول مدیر اسدا... وحیدی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل، په هغو هېودونو کښې چې پکې کمزوری او پېېلی حکومتونه دی په عامه توګه د څوتنو چارواکو په قربانی کولو سره په اصل دسیسې باندې پرده اچوی. اسدا... وحیدی وویل، افغان حکومت چې هم کمزورے دے او هم پېېلے دے او د امریکې په شان د استعماری هېوادونو د مقاصدو په پوره کولو مامور دے تل همدغه کار کوی او دا ځل یې هم د تېر ګل د ورځې د پېښې په اړه د افغانستان د سنی او شیعه عالمانو او مشرانو لخوا د سختو رد عملونو په لیدو سره په چټکتیا سره دغه کار وکړ او څلور امنیتی چارواکی یې قربانی کړل چې کېدې شی د افغانستان عامه افکار چې له دغې پېښې سخت متاثر شوی دی ارامه کړی خو د کابل د پوهنتون د دغه استاد د وېنا له مخې هغه پېښه چې په باقرالعلوم جومات کښې د سیمې د ځینو هېوادونو لخوا د وهابی تکفیری ډلو په ذریعې او د امریکې د جاسوی ادارې سی آئی اے په ملګرتیا سره رامنځته شوه دومره لویه او ژوره ده چې د یو څو امنیتی چارواکو په قربانی کولو سره عامه افکار نه شی مطمئنولې. وحیدی د دغې پېښې مقاصدو ته په اشارې سره څرګنده کړه، له یوې خوا د امریکې غوښتنه چې په افغانستان کښې د جنګ او بحران دوام دے او له بلې خوا له تکفیری  وهابی تفکر څخه په استفادې سره د دغه جنګ مذهبی کول او په افغانستان کښې مذهبی اختلافاتو ته لمن وهل د مهمو اهدافو په توګه تعقیبیږی. لکه کلونه وشول چې په پاکستان کښې همدغه کار کیږی او اوس غواړی دغه سپېره تکفیری او وهابی ښکارنده افغانستان ته هم منتقله کړی. د کابل چاپ د سرنوشت ورځپاڼې مسئول مدیر څرګنده کړه چې سعودی عربستان چې د وهابی تفکر د ترویج او په عېن حال کښې د امریکې او اسرائیلو د مقاصدو د پوره کولو په خاطر  یمن او سوریه  د نړۍ په ډېرو ناامنو هېوادونو بدل کړی دی، اوس د امریکې په غږملیتیا سره غواړی په افغانستان کښې هم دغه کار وکړی او د دغه مقصد د حاصلولو لپاره یې په افغانستان کښې سیاسی او کلتوری فعالیتونه هم زیات کړی دی. په کابل کښې د دغه هېواد یعنې سعودی سفارت له رسنیو سره غونډې کوی او غواړی چې په کابل کښې یو کلتوری مرکز او د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کښې یو پوهنتون جوړ کړی چې د تعلیم او زدکړو په بهانه وهابی تفکر ترویج کړی. د کابل پوهنتون دغه استاد وویل چې که سعودی عربستان په عامه توګه له جهالت او مالی فقر څخه په استفادې سره کوشش کوی چې د نړۍ په مختلفو سیمو کښې په عامه افکارو باندې وهابیت وتپی خو له نېکه مرغه د افغانستان خلق چې سنیان یې ټول حنفی مذهبه دی او د فقر او مسکینۍ باوجود هیڅ وخت به وهابیت قبول نکړی. لکه په کابل کښې د شیعه ؤ په جومات کښې له وروستۍ پېښې نه پس ولیدل شول چې د افغانستان سنی او شیعه مسلمانانو او عالماهنو د دغې پېښې په اړه څه ډول سخت او تند عکس العملونه وښودل او په واضحه توګه یې دښمن ته ځواب ورکړ چې سنی او شیعه مسلمانان سلګونه کاله وشول په افغانستان کښې د یو بل ترڅنګه د ورورولۍ ګډ ژوند کوی.

د افغانتسان د ولسی جرګې غړی عبدالودود پېمان هم په دې اړه زمونږ رېډیو ته وویل، چې هغه خطرناکې دسیسې چې سعودی د افغانستان لپاره پلان کړې دی هیڅ وخت به پوره نه شی. د افغانستان د ولسی جرګې دغه استازی زیاته کړه چې سعودی کلونه وشول چې وهابی  فتنه یې په پاکستان باندې مسلطه کړې ده او هلته کښې ولیدل شول چې څه ډول د پاکستان د استخباراتی ادارو په غږملتیا سره  په دغه هېواد کښې د سپاه صحابه  او لشکر جهنګوی په شان تکفیری ترهه ګرې ډلې جوړې شوې او له شیعه ؤ سره یې دښمنۍ ته بډې ووهلې او اوس کوشش کوی چې همدغه کار په افغانستان کښې هم وکړی خو د افغانستان سنی او شیعه مسلمانان له دغې دسیسې خبر دی او سعودی عربستان ته به اجازه ورنکړی چې د پېمان د وېنا له مخې د حج او عمرې په لړ کښې یې غېر اسلامی محدودیتونه رامنځته کړی دی په افغانستان کښې هم د افغانانو لپاره هم برخلیک وټاکی او په تیلی ډالرو سره په افغانانو هم وهابیت مسلط کړی.

----------