دافغانستان دحکومت له مخالفوډلو سره سوله ممکنه ده .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i35323-دافغانستان_دحکومت_له_مخالفوډلو_سره_سوله_ممکنه_ده_.
په افغانستان کې داروپائی اتحادئې سفیر فراتز میشل ملیبن ویلی دی ، له حزب اسلامی سره دکابل دحکومت د سولې دموافقې لاسلیکیدا ښئ چې دحکومت له نورو مخالفو ډلو سره هم دسولې تحقق لپاره ظرفیّت شته دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 15, 2016 12:17 Asia/Kabul
  •   دافغانستان دحکومت له مخالفوډلو سره  سوله  ممکنه ده .

په افغانستان کې داروپائی اتحادئې سفیر فراتز میشل ملیبن ویلی دی ، له حزب اسلامی سره دکابل دحکومت د سولې دموافقې لاسلیکیدا ښئ چې دحکومت له نورو مخالفو ډلو سره هم دسولې تحقق لپاره ظرفیّت شته دی.

  تسنیم خبری آژانس راپورورکړ   فراټز میشل ملیبن  زیاته کړې ،  اوس   له مخالفو ډلو سره  دسولې دخبرواترو لپاره  دافغانستان د حکومت په وسیله    ډیر ښه فرصت   برابر شوی دی . . هغه  په عین حال کې زیاته کړې ،  چې   په افغانستان کې د سولې بهیر له ډیرو مشکلاتو سره  مخامخ دی .

  د فراټژ میشل  ملیبن  دغه څرګندونې  په داسې حال کې دی چې  امریکاپه افغانستان کې دخپل  پنځلس کلن پوځی شتون سره   ثابته کړې ده  چې   په دغه هیواد کې  د دهغوی پوځی  سټراټیژۍ  ماته خوړلې ده  او  په افغانستان کې د  سولې  دټینګولو او دامنیت دتامینولو  وړتیاوې نه لری .

  په عین حال کې  دافغانستان طالبانو ډلې   څو ورځې مخکې  د  ویډیو ئی پیغام په خپرولو سره  د دغې ډلې  له وګړو غوښتی وو څو  په افغانستان کې  جنګ ته دوام ورکړی .  طالبانو له دې مخکې   دامریکا  په قوماندې  له افغانستانه  دبهرنیو عسکرو وتل،  داشرف غنی له حکومت سره دخبرواترو  او  د دغه  هیواد دبحران یوازینۍ  حل لاره   بللې  ده .