باجوه صیب ! په ښه نیّت سره کابل ته په سفر راشه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i36946-باجوه_صیب_!_په_ښه_نیّت_سره_کابل_ته_په_سفر_راشه
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی دپاکستان دپوځ له عمومی قوماندان سره بیګا په ټیلیفونی تماس کې هغه ته کابل ته دسفربلنه ورکړه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 01, 2017 14:28 Asia/Kabul
  • باجوه صیب ! په ښه نیّت سره کابل ته په سفر راشه

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی دپاکستان دپوځ له عمومی قوماندان سره بیګا په ټیلیفونی تماس کې هغه ته کابل ته دسفربلنه ورکړه .

 راپورښئ  د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال باجوه  بیګا  د نوی میلادی کال دمبارکۍ  په خاطر دافغانستان  له ولسمشر محمد اشرف غنی او داجرائی شورا له مشر  عبدا.. عبدا.... سره ټیلیفونی رابطه وکړه او هغوی ته دمبارکۍ په وئیلو سره  افغان چارواکو ته ډاډ ورکړی  چې   په افغانستان او سیمې کې به  د سولې او ثبات دټینګولو لپاره  هڅه وکړی .

 هغه زیاته کړې  چې  هڅه به وکړی ،څو  دافغانستان او پاکستان  په دوو اړخیزو اړیکو کې رامینځة شوی ناسم  تفاهم  ختم کړی.

  د اپه داسې حال کې دی  چې د افغانستان  ولسمشر اواجرائی مشر  هم په دغې ټیلفونی رابطې کې   جنرال باجوه ته  دسفر دبلنې په ورکولو سره  هیله ښودلې چې  د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ  دښو او غوره  اړیکو  دبیرته پیلولو  لپاره سره  غږمله او ښه راشه دیرشه ولرو او   په ګډو هلوځلو او  هڅو سره  له سیمې  د ترهه ګرئ او افراط پالنې جرړې  وباسو .

   په همداوروستیو میاشتو کې  دپاکستان او افغانستان  دلوړ پوړو چارواکو  دځینو سرزورودریځونو او څرګندونو  له امله د دواړو هیوادونو ترمینځ  اړیکې ترډیره حده ترینګلی  شوی دی ،  هیله کیږی چې دجنرال باجوه   په هلوځلو سره یو ځل بیا د دغو دواړوګاونډیو هیوادونو  اړیکې ښې او له سیمې دترهه ګرۍ جرړې هم وباسل شی .