د افغانستان د سولې لپاره د روسیې هڅه او د امریکا مخالفت
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i43580-د_افغانستان_د_سولې_لپاره_د_روسیې_هڅه_او_د_امریکا_مخالفت
ایران ، پاکستان ، هند او مینځنی اسیا هیوادونه د ماسکو غونډې ته بلل شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2017 09:46 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سولې لپاره د روسیې هڅه او د امریکا مخالفت

ایران ، پاکستان ، هند او مینځنی اسیا هیوادونه د ماسکو غونډې ته بلل شوی دی

زمونږ خبریال راپور راکوی ټاکل شوی ده په افغانستان کې د جنګ د ختمولو په هدف د روسیې په نوښت د اپریل په ۱۴ په ماسکو کې یوه سیمه ایزه نړیواله غونډه ترسره شی او په دغه غونډه کې امریکا ته هم بلنه ورکړل شوی ده ، خو د امریکا د خارجه وزارت یوه مقام چی غوښتل نوم یې په ډاګه نشی ، اسوشیټډ پریس خبری اژانس ته ویلی دی لکه څرنګه چی په دې باره کې د امریکا له دولت سره هیڅ مشوره نده شوی او همداراز دا هم جوته نده چی روسیه له دغې غونډې کوم هدفونه لری نو ځکه د امریکا د خارجه وزارت د دغه لوړ رتبه مقام په وینا ، هیواد به یې په دغه غونډه کې ګډون ونکړی . هغه همداراز زیاته کړی ده چی د امریکا خارجه وزیر ریکس ټیلر سن به ماسکو ته د خپل راتلونکی میاشتې په سفر کې  د روسیې له مقاماتو سره دغه موضوع مطرح کړی .

د یادولو ده چی د ایران ، پاکستان ، هند او مینځنی اسیا هیوادونه د ماسکو غونډې ته بلل شوی دی . دا په داسې حال کې دی چی د افغانستان د خارجه وزیر سرپرست  صلاح الدین ربانی تیره اونۍ په واشنګټن کې په یو لړ ویناوکې  افغانستان ته د نورو امریکایی عسکرو د ورلیږلو غوښتنه کړی ده . هغه زیاته کړه چی افغان دولت هماغه راز له طالبانو سره خبرو اترو ته چمتوالې لری خو اعتراف یې وکړ تر هغه وخته چی پاکستان په طالبانو دباو راونه وړی ، لیرې ښکاری چی طالبان خبرو اترو ته غاړه کیږدوی .

د تهران پښتو راډیو  په دې اړه  د ټیلی فون په لیکه د افغانستان د علومو په اکیډمۍ کې د دایره المعارف برخې د مشر ښاغلی حبیب ا... رفیع نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل روسیه د افغان جهاد له امله دړې وړې شوه  او له افغنستانه یې ډیر زخمونه خوړلی دی ، پر دې اساس له افغانانو سخته کینه لری  او لیرې ښکاری چی دغه هیواد په افغانستان کې د سولې د تامینولو په لړ کې ګام  پورته کړی خو دا چی د سیمې هغه هیوادونه چی ولاقعا په افغانستلان کې سوله غواړی او په عین حال کې له روسیې سره ښې اړیکی لری ، په دغه هیواد دباو واچوی چی نور له غرضی سیاستونو لاس واخلی او د امریکا د استعماری سیاستونو په درک کولو سره د واشنګټن د سلطې پر خلاف یوه سیمه ایزه اجماع رامینځته کړی او افغانستان له اقتصادی پلوه د امریکا له پنجې وباسی تر څو د سیمې د هیوادونو تر څنګ په خپلواکه توګه ودریږی . خو د افغانستان د سیاسی چارو لوړ رتبه کارپیژاندی ښاغلی وحید مژده د ماسکو د غونډې  په ارتباط وویل دا یو ښه ګام دې چی د سیمې د درستو هیوادونو په ګډون په افغانستان کې د سولې د تامینولو په هدف  غونډه جوړیږی ، خو امریکا د دغه ډولذ هڅو په وړاندې د ستر خڼد په توګه موجوده ده . د هغه په وینا په نوموړی غونډه کې د امریکا نه ګډون علت هم  همدا دې چی دا هیواد ۱۶ کاله کیږی چی په افغانستان کې  پوځی شتون لری او اډې یې جوړې کړی دی او هدف یې هم په افغانستان کې د جنګ ختمول ندی ، او اوس په ماسکو کې د افغانستان د سولې د کنفرانس ترسره کیدا هم په خپل سیاست کې یو ډول لاس وهنه بولی . ښاغلی مژده زیاته کړه  افغان دولت  چی د ماسکو په تیرو غوڼډو کې د افغانستان د نه بلنې په وجه له روسیې شاکی وو ، هم د ماسکو په غونډه کې به په لوړه سویه ګډون ونکړی ځکه چی د افغانستان دولت د امریکا جوړ کړې دې نه د افغانستان خلکو . او تر څو چی په افغانستان کې واقعی ولسی دولت موجود ندی وی ، د افغانستان له اوسنی دولته هیله نه کیږی چی د امریکا د ګټو په اپوټه ګام پورته کړی .