په افغانستان کښې د حقانی ترهه ګرې ډلې یو غړے ووژل شو
Apr 05, 2017 07:33 Asia/Kabul
د حقانی دهشتګردې ډلې یو غړے پرون په پکتیکا ولایت کښې د افغان ځواکونو په حمله کښې ووژل شو.
د آوا خبری اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ملی امنیت ادارې وویل د محمد نعیم د زوے یاسین په نامه د دغه ترهه ګر په وژل کېدو سره امنیتی ځواکونو د پکتیکا ولایت په جانی خېلو ولسوالۍ کښې له یوې ترهه ګرې چاودنې څخه مخنیوے وکړ.
د حقانی ترهه ګرۍ ډلې دغه غړی په جانی خېلو ولسوالۍ کښې د افغان امنیتی ځواکونو د ګاډی د تګ په لاره کښې د بمی چاودنې اراده لرله.
د ویلو ده چې پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونه د افغانستان په جنوب ختیځ کښې دحقانی دهشتګردې ډلې اصلی اډې ګڼل کیږی.
ټیګونه