له ماسکو غونډې دافغانستان دخارجه وزارت ښه ارزونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i45348-له_ماسکو_غونډې_دافغانستان_دخارجه_وزارت_ښه_ارزونه
دافغانستان دخارجه وزارت ویندوی په دغه هیواد کې دسولې دبهیر په باب دماسکو یوه ورځنۍ نړیواله غونډه ګټه وره بللې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 17, 2017 09:54 Asia/Kabul
  • له ماسکو غونډې  دافغانستان دخارجه وزارت  ښه ارزونه

دافغانستان دخارجه وزارت ویندوی په دغه هیواد کې دسولې دبهیر په باب دماسکو یوه ورځنۍ نړیواله غونډه ګټه وره بللې ده .

دافغانستان دخارجه وزارت ویندوی شکیب مستغنی  په کابل کې دخبریالانو په ټول کې  ویلی دی ،   په دغې غونډې کې  ګډون کونکو هیوادونو   دسولې  او خبرواترو بهیرته د طالبانو ډلې  په هڅونې سره  ټینګار کړی ، چې دغه ډله  به  له پوځی  جنګ جګړو لارې   خپلو غوښتنو ته  ونه رسیږی .  مستغنی  همداراز زیاته کړې ،    دماسکو په غونډې کې     دوسله والو ډلوپه ځآی  له حکومتونو سره  دحکومتونو داړیکو پر پراختیا  ټینګار شوی دی .  هغه همداراز وویل،په ماسکو غونډې کې  د ګډون کونکو یولسو  هیوادونو استازو موافقه کړې،چې  ورپسې غونډه  په کابل کې ترسره شی .خو ددغې ناستې وخت تراوسه پورې  مشخص شوی نه دی .  دافغانستان  په باب دریمه نړیواله غونډه هم دماسکو په کوربتوب  او  دسیمې د دولسو هیوادنو  داستازو په شتون سره  او دغه ر از  دافغانستان  دسولې دبهیر دپرمختګ او دشخړې  له حل سره دمرستې  لپاره  دلارو چارو د موندلو په موخې سره تیرې جمعې ورځې په ماسکو کې ترسره شوی ده .

   په افغانستان کې  دسولې دبهیر په باب د ماسکو  له وروستۍ ناستې  دافغانستان  د خارجه وزارت  مثبته ارزونه    د دغه هیواد دحکومت له مخالفو ډلو سره  د سولې اوخبرواترو  دموضوع په باب  دروسیې  له سیاستونو  دکابل دخپګان دختمیدو ښودنه کوی .  په تیر دسمبر میاشت کې  په ماسکو  کې دروسیې په کوربتوب او  دچین اوپاکستان داستازوپه شتون  او  البته  دکابل حکومت پر بللو دسترګو په پټولو سره ، دافغانستان  د سولې  په باب  د درې اړخیزې ناستې ترسره کیدا ، دافغانستان د  حکومت ، ولسی جرګې او مشرانو جرګې   داستازو  سخته غوسته  راپارولې وه . د روسیې حکومت  چې  په افغانستان کې  له امریکا سره  له سیالۍ په  وروسته  پاتیکیدا  او په دغه هیواد کې دنفوذ دکمیدا پشمول  په سټراټیژیکو دلیلونو   له افغانستان سره  دخپلو اړیکو  په ترینګلی کیدا اندیښمن ؤ ،  خپل دغه سیاست ئې اصلاح کړ او   په فرورۍ او اپریل میاشتو کې ئې   په کیدونکو غونډو کې  دګډون کونکو هیوادونو  دشمیر  په ترتیب سره   دشپږو او دولسو پورې په زیاتولو سره  او   په افغانستان کې ې  دسولې  سره  په اړونده غونډو کې  دکابل دحکومت  دمهم مقام  په ساتلو سره  هڅه وکړه ،  په افغانستان کې  د سولې دبهیر لباره   دکرملین  ماڼۍ   دپروګرام  په وړاندې   په دغه هیواد کې   منفقی ذهنیّت پاک کړی .په دسمبر میاشت کې  په درې اړخیزې ناستې  له اعتراضه وروسته په افغانستان کې  دسولې په باب  په ماسکو کې  د   دوروستۍ نړیوالې غونډې  په باب د کابل حکومت  مثبت دریځ ، پر دې سربیره  چې  د دغه هیواد دسیاست په  سمولو  د قانع کیدا  ښودنه کوی ،     له طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره  دسولې  په خبرواترو کې  دکابل حکومت  سټراټژیک مقام ته له پامه پرته   د دغه هیواد دسولې په بهیر کې  له هرډول لاسوهنې  د ډډه کولو په باب نورو هیوادونو ته هم یو پیغام دی .  په تیره بیا دا چې   دماسکو درې اړخیزې ناستې  وروسته  چې  دافغانستان دحکومت  سخته اعتراضونه ئې په ځان پسې درلودل،  په قطر کې  دطالبانو دسیاسی دفتر ویندوی  سهیل شاهین  په یوې اعلامیې کې  دماسکو په غونډې کې  د ملګروملتو  له تورلیسټه د  د دغې ډلې د مشرانو دنامو دحذفیدو  دمطرح کیدو  په باب  مدعی شوی چې  دسیمې هیوادونه  طالبان   دیوه سیاسی اوپوځی قدرت په توګه پیژندی .  که څه هم  روسیې    دسولې دهرډول خبرواتروپه مدیّریت کې  د افغانستان  د سټراټژیک مقام  په منلو سره  د دغه هیواد دسولې  دبهیر په باب  خپل سیاست سم کړی دی ، خو  دکابل حکومت  تمه لری ، ماسکو  له طالبانو ډلې سره  هرډول ارتباط  چې  پخپله ئې پرې اعتراف کړی دی ،   هم دتل لپاره غوڅ  کړی