افغانستان د بشري حقوقو په شورا کښې د غړیتوب کاندید شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i46606-افغانستان_د_بشري_حقوقو_په_شورا_کښې_د_غړیتوب_کاندید_شو
افغانستان په وړومبي ځل د ملګرو ملتو د بشري حقوقو په شورا کښې د غړیتوب لپاره کاندید شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2017 08:00 Asia/Kabul
  • افغانستان د بشري حقوقو په شورا کښې د غړیتوب کاندید شو

افغانستان په وړومبي ځل د ملګرو ملتو د بشري حقوقو په شورا کښې د غړیتوب لپاره کاندید شو.

آوا خبري آژانس لیکلي چې افغانستان په اول ځل په ۲۰۱۸-۲۰۲۰ کلونو کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره کاندید شوی دی.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا انتخابات په اکتوبر میاشت کښې په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې په ۷۲ غونډه کښې ترسره شي.

د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا د ۲۰۰۶ کال د مارچ په پنځلسمه نیټه جوړه شوې او د دغه نړیوال ارګان په غړو هیوادونو کښې د بشري حقوقو د منشور د مفادو په اجرا باندې د څارنې دنده لري.