پاکستان په افغانستان کې دامن دټینګولو لپاره غوره رول لوبولی شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i47260-پاکستان_په_افغانستان_کې_دامن_دټینګولو_لپاره_غوره_رول_لوبولی_شی
زمونږخبریال دډان خبری سایټ له قوله راپورراکړ په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د افغان ولسمشر ځانګړى استازى عمر زاخیلوال نن په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې په اړه په نړیوال کنفرانس کی وویل، که پاکستان او هند په ګډه هلې ځلې وکړی،نو افغانستان کې سوله ممکنه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2017 14:09 Asia/Kabul
  •   پاکستان  په افغانستان کې  دامن دټینګولو لپاره غوره رول لوبولی شی

زمونږخبریال دډان خبری سایټ له قوله راپورراکړ په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د افغان ولسمشر ځانګړى استازى عمر زاخیلوال نن په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې په اړه په نړیوال کنفرانس کی وویل، که پاکستان او هند په ګډه هلې ځلې وکړی،نو افغانستان کې سوله ممکنه ده.

هغه زیاته کړې: له افغانانو مخلص خلک هېڅوک نشته، زموږ پر رول دې څوک شک نه کوی.

زاخېلوال په افغان سوله کې د پاکستان رول مهم وباله او زیاته یې کړه ،له پاکستان پرته هېڅوک په دې برخه کې د  آسانچاری یا سهولت کار  په توګه رول نه شی لوبولى.

هغه وویل، که چېرې پاکستان او هندوستان په ګډه د افغان سولې لپاره هلې ځلې وکړی؛ نو سوله راتللى شی، خو نوموړی په دې توګه کې د سعودی عربستان او ایران پر رول هم ټینګار وکړ.

په سیمه کې د سولې د هلو ځلو په اړه زاخېلوال وویل، پر سولې تر خبرو مخکې باید د سولې په معنا ځان پوهول په کار دى،په ٢٠٠١ کال کې امریکایی ایتلاف څرګندې موخې درلودې، خو د وخت تېرېدلو سره فضا ګډه وډه شوه   او دغه موخې  تر پوښتنې لاندې  ورغلې .

د افغانستان سفیرپخپلې ویناکې  دا پوښتنه مطرح کړه چې آیا د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه یوه تېروتنه وه.؟.زاخېلوال په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره  له اخلاصه پر ډکو سیمه ییزوملګرتیاؤ ټینګار وکړ او وې ویل، د سولې لپاره د بېلا بېلو لورو هلې ځلې شوې، خو  لاسته راوړنې یې نه درلودې.

هغه وویل ، داعش ترهه ګره ډله  د یوه داړونکی حیوان په توګه د پرمختګ په حال کې ده، او دم ګړۍ د داعش  او طالب ترمینځ د واک پر سر جګړه روانه ده.

هغه زیاته کړه، د سیمې ځینې هېوادونه د وسله والو طالبانو ملاتړ کوی، او ترڅو دغه ملاتړونه غوڅ نشی  په سیمې په تیره بیا په افغانستان اوپاکستان کې  امن  اوثبات راتلل  ګران دی .