امریکا په افغانستان کښې د جنګ ختمولو نیت نه لري
د افغانستان ولسي جرګې وویل چې امریکا په افغانستان کښې د جنګ ختمولو نیت نه لري.
له کابله زمونږ خبریال خبر راکړی چې د افغانستان د ولسي جرګې وکیلانو نن د دغه ارګان په ډاګیزه غونډه کښې د خپل هیواد له امنیتي حالاتو د اندیښنې په ښودلو سره وویل: د افغانستان په هکله د امریکې په سټراټیجۍ کښې بیا کتنه چې د دغه هیواد ولسمشر یې حکم ورکړی دی، د افغانستان د امنیتي حالاتو له ښه کیدو سره به هیڅ مرسته ونه کړي ځکه چې امریکایان په افغانستان کښې د جنګ دوام په خپله ګټه ګڼي.
په ولسي جرګه کښې د کابل استازي رمضان بشردوست په افغانستان کښې د امریکې سټراټیجي ماته خوړلې وبلله او ویې ویل: کله چې یونیم لاک امریکايي پوځیان په افغانستان کښې وو، دغه ځواکونه ونه توانیدل چې امنیت ټینګ کړي او په دغه هیواد کښې جنګ پاې ته ورسوي.
هغه څرګنده کړه: امریکایانو په افغانستان کښې نه یوازې د دغه هیواد د ښه والي لپاره هیڅ ونه کړل بلکې وضعه یې لاخرابه کړه.
دا په داسې حال کښې دي چې امریکې افغانستان ته د درې زرو تازه پوځیانو د لیږلو وړاندیز کړی دی.