د روژې دمبارکې میاشتې په احترام کې دې وسله وال جنګ ودروی
زمونږخبریال راپورراکړ دافغانستان خبرو سرچینو ویلی د دغه هیواد د سولې عالی شورا د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت دیوې اعلامیې په خپرولو سره له وسله والو مخالفینو وغوښتل ،جګړه دې ودروی او د سولې له پروسې سره دې یو ځاى شی.
په دغې اعلامیې کې راغلی، د روژې په اړه نقل شوی شرعی نصوص دلالت کوی چې دا میاشت د مسلمانانو تر مینځ د ټولنیز تکافل میاشت ده او مسلمانان دې ته هڅوی چې یو بل ته خیر او ګټه ورسوی او له هر هغه څه ډډه وکړی چې بل ته زیان رسوی.
اعلامیه زیاتوی، د سولې عالی شورا د افغانستان د روانې ناروا جګړې په ښکېلو خواوو، په تیره بیاپه وسله والو مخالفانو غږ کړی، چې له دې غوره فرصته دی په ګټه استفادې سره په هېواد کې د سولې او پخلاینې په برخه کې جدی ګامونه پورته کړی.
دافغانستان د سولې دلوړې شورا په دغې اعلامیې کې همداراز په هېواد او ټوله نړۍ کې د ډاډمن او تلپاتې سولې دعا هم شوې ده .