کریم خلیلی دافغانستان د سولې دعالی شورا مشر شو
ایسنا خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر ویندوی شاه حسین مرتضوی وویل ، محمد کریم خلیلی د ولسمشر اشرف غنی له خوا د افغانستان د سولې د عالی شورا مشر منصوب شوی دی . له دې مخکې خلیلی د دغې شورا مرستیال ؤ .
دافغانستان د سولې دعالی شورا د مخکینی مشر پیر سید احمد ګیلانی له مړینې وروسته د دغې شورا دمشرۍ څوکۍ له څو میاشتو راهسې خالی وه . کریم خلیلی په داسې حال کې د سولې د عالی شورا مشر نن کابل دڅو هیوادنو او نړیوالو موسسو د استازو په ګډون سره د افغانستان د سولې په باب د مهمې غونډې کوربه هم دی .
دافغانستان د سولې عالی شورا په ۲۰۱۰ کال کې د دغه هیواد حکومت له وسله والو مخالفانو سره دخبرواترو او سولې دپرمخ بیولو لپاره دزمینه جوړونې په موخې سره جوړه شوې ده .