کریم خلیلی دافغانستان د سولې دعالی شورا مشر شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i49276-کریم_خلیلی_دافغانستان_د_سولې_دعالی_شورا_مشر_شو
ایسنا خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر ویندوی شاه حسین مرتضوی وویل ، محمد کریم خلیلی د ولسمشر اشرف غنی له خوا د افغانستان د سولې د عالی شورا مشر منصوب شوی دی . له دې مخکې خلیلی د دغې شورا مرستیال ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2017 08:51 Asia/Kabul
  • کریم  خلیلی  دافغانستان د سولې دعالی شورا مشر شو

ایسنا خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر ویندوی شاه حسین مرتضوی وویل ، محمد کریم خلیلی د ولسمشر اشرف غنی له خوا د افغانستان د سولې د عالی شورا مشر منصوب شوی دی . له دې مخکې خلیلی د دغې شورا مرستیال ؤ .

دافغانستان  د سولې دعالی شورا  د مخکینی  مشر  پیر سید احمد ګیلانی  له مړینې وروسته  د دغې شورا دمشرۍ څوکۍ  له څو میاشتو راهسې خالی وه .  کریم خلیلی  په داسې حال کې د سولې د عالی شورا مشر  نن  کابل   دڅو هیوادنو او نړیوالو موسسو د  استازو  په ګډون  سره  د  افغانستان د سولې په باب د مهمې غونډې کوربه هم دی .

دافغانستان  د سولې عالی شورا  په ۲۰۱۰ کال کې  د دغه هیواد حکومت   له وسله والو مخالفانو سره  دخبرواترو او سولې دپرمخ بیولو لپاره  دزمینه جوړونې په موخې سره  جوړه شوې ده .