افغان ولسمشر د چین له ولسمشر سره وکتل
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی نن له غرمې مخکې د چین د ولسی جمهوریت جمهور رئیس شی جین پینګ سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د قزاقستان پلازمېنه استانه کښې د شانګهای د همکاریو د تنظیم د مشرانو د ناستې په څنډه کښې ترسره شوه، د ملی امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، په زیربنایی چارو کښې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومی،په عامه اړیکو او سټراټیژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندی او په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسی زۍ هم موجود وو، دواړو لورو دبېلابېلو او پام وړ مسایلو لکه، د رهبرۍ او اړوندو ادارو په کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسی مشورو د دوام او زیاتوالی او همدارنګه د امنیتی همکاریو، تروریزم سره د مبارزې، د سولې او ثبات د تامین، د اقتصادی او سوداګریزو دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غنی له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین د دولت او خلکو د ملاتړ مننه وکړه او دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د مناسباتو د پراختیا په تداوم او د اړیکو په لا ټینګښت ټینګار وکړ.