چین دافغانستان او پاکستان ترمینځ سوله کول غواړی
زمونږخبریال دخبرو سرچینو له قوله راپورراکړ دافغانستان ولسمشر اشرف غنی نن په ارګ کې د ښځو د حقونو له ځینو فعالانو سره په کتنه کې وئیلی دی ، چین د لومړی ځل لپاره غواړی د افغانستان او پاکستان ترمینځ سوله وکړی او په همدې موخه به په نږدې راتلونکی کې د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ورشی.
هغه ویلی، د کابل د تورې چهارشنبې پېښه زموږ لپاره په امریکا کې د سټمبر د یوولسمې پېښې په شان وه، امریکا له دغې پېښې وروسته د نړۍ یووالی ترلاسه کړ او موږ هم د کابل پروسې کنفرانس کې نړیواله اجماع او ملاتړ ترلاسه کړ، خو دښمن هڅه کوی چې زموږ د کورنیو ستونزو په زیاتولو سره دغه نړیوال ملاتړ تر سیوری لاندې راولی.
افغان ولسمشر د شانګهای د ملګرتیاموسسې کې خپل ګډون او د نړۍ له مشرانو سره کتنو ته په اشارې وویل،کله چې یو بریالیتوب ولرو نو حتما د مونږ مخې ته ځینی خنډونه جوړول کیږی څو پرمختګ لاره بنده شی خو نور دمخنیوی وخت تیر شوی دی او د پرمختګ لارې ته به په یووالی او وحدت سره دوام ورکوو او یو قدرت به هم ونه شی کړای په راتلونکو پروګرامونو زموږ تمرکز له منځه یوسی او زموږ سنجش باید د بحران په وخت کې منطقی وی.
هغه همداراز له مدنی ټولنې او خلکو وغوښتل ،کله یو زورواکی قانون تر پښو لاندې کوی او حتى په پولیسو چې ستاسو د ساتنې لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی، لاس پورته کوی، نو باید د دوی په وړاندې خپل غږ پورته کړئ.
غنی د امنیت د تامین او امنیتی ادارو کې د اصلاحاتو په اړه د یو ملی بحث راپورته کېدل مهم وبالهّ او زیاته یې کړه، دا ملی بحث لومړی باید کابل او بیا نورو ولایتونو ته وغځول شی، چې په نتیجه کې یې مووږ په خلاص مټ امنیتی ادارې په تیره بیا د کورنیو چارو په وزارت کې اساسی اصلاحات راوستل شو .