داعش د جلال آباد – کابل په لوئې لارې تسلط غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i49982-داعش_د_جلال_آباد_کابل_په_لوئې_لارې_تسلط_غواړی
د افغانستان په ولسی جرګه کښې د ننګرهار د خلقو استازی په هېواد کښې د داعش تکفیری ډلې د فعالیت له پراختیا څخه اندېښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2017 15:49 Asia/Kabul
  • داعش د جلال آباد – کابل  په  لوئې لارې تسلط غواړی

د افغانستان په ولسی جرګه کښې د ننګرهار د خلقو استازی په هېواد کښې د داعش تکفیری ډلې د فعالیت له پراختیا څخه اندېښنه څرګنده کړه.

د آوا خبری اژانس د رپوټ له مخې حاجی ظاهر قدیر نن د ولسی جرګې په څرګنده غونډه کښې خبردارے ورکړ چې داعش کوشش کوی د جلال آباد – کابل په لویه لاره تسلط پېداا کړی او دغه لاره وتړی.

هغه په افغانستان کښې د داعشی عناصرو شمېر زرګونه تنه اعلان کړ او وې ویل : دغه تکفیری ډله کوشش کوی چې زیاتره افغان ځوانان ځانته جذب کړی او ورته ټرېننګ ورکړی چې په ترهه ګرو عملیاتو کښې ګډون وکړی

د افغانستان د ولسی جرګې دغه غړی وویل: په تېرو څو ورځو کښې په ننګرهار ولایت کښې زیات شمېر وسلې او جنګی سازوسامانونه داعش ډلې ته  ورکړې شوی دی چې معلومه نه د چې دا وسلې څه ډول د داعشیانو لاسو ته رسېدلې دی.

هغه همدارنګ د کابل له حکومته وغوښتل چې له داعش ترهه ګرې ډلې سره دې مبارزه وکړی او هغه دې وځپی، ګنې په بل صورت کښې به د افغانستان د ختیځ خلق د حکومت په باره کښې خپله فېصله وکړی.

په دغه غونډه کښې دوو نورو استازیو نصرا... صادقی زاده نیلی اوعبدالرحمان رحمانی هم د داعش تکفیری ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.