داعش د جلال آباد – کابل په لوئې لارې تسلط غواړی
د افغانستان په ولسی جرګه کښې د ننګرهار د خلقو استازی په هېواد کښې د داعش تکفیری ډلې د فعالیت له پراختیا څخه اندېښنه څرګنده کړه.
د آوا خبری اژانس د رپوټ له مخې حاجی ظاهر قدیر نن د ولسی جرګې په څرګنده غونډه کښې خبردارے ورکړ چې داعش کوشش کوی د جلال آباد – کابل په لویه لاره تسلط پېداا کړی او دغه لاره وتړی.
هغه په افغانستان کښې د داعشی عناصرو شمېر زرګونه تنه اعلان کړ او وې ویل : دغه تکفیری ډله کوشش کوی چې زیاتره افغان ځوانان ځانته جذب کړی او ورته ټرېننګ ورکړی چې په ترهه ګرو عملیاتو کښې ګډون وکړی
د افغانستان د ولسی جرګې دغه غړی وویل: په تېرو څو ورځو کښې په ننګرهار ولایت کښې زیات شمېر وسلې او جنګی سازوسامانونه داعش ډلې ته ورکړې شوی دی چې معلومه نه د چې دا وسلې څه ډول د داعشیانو لاسو ته رسېدلې دی.
هغه همدارنګ د کابل له حکومته وغوښتل چې له داعش ترهه ګرې ډلې سره دې مبارزه وکړی او هغه دې وځپی، ګنې په بل صورت کښې به د افغانستان د ختیځ خلق د حکومت په باره کښې خپله فېصله وکړی.
په دغه غونډه کښې دوو نورو استازیو نصرا... صادقی زاده نیلی اوعبدالرحمان رحمانی هم د داعش تکفیری ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.