جرمنی ته دافغان کډوالو دمهاجرت لپاره د ویزو صادریدا دریدلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i50894-جرمنی_ته_دافغان_کډوالو_دمهاجرت_لپاره_د_ویزو_صادریدا_دریدلې_ده
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی دافغانستان په کابل کې وروستیو چاودنو له امله په کابل کې دجرمنی دسفارت ودانۍ ته د تاوانونو داوښتو اودغه راز د دغه سفارت بندیدو د دوام په دلیل جرمنی ته دافغان پناه غواړو دمهاجرت لپاره د ویزو صادریدا هم درول شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 28, 2017 02:13 Asia/Kabul
  • جرمنی ته دافغان کډوالو  دمهاجرت لپاره د ویزو صادریدا دریدلې ده

تسنیم خبری آژانس راپورورکړی دافغانستان په کابل کې وروستیو چاودنو له امله په کابل کې دجرمنی دسفارت ودانۍ ته د تاوانونو داوښتو اودغه راز د دغه سفارت بندیدو د دوام په دلیل جرمنی ته دافغان پناه غواړو دمهاجرت لپاره د ویزو صادریدا هم درول شوې ده .

د  دغه راپور په اساس  په کابل کې  دجرمنی  په سفارت کې  د منل شویو کډوالو دکورنیو له غړو سره   اړونده  دهغو  افغانانو  لپاره د ویزو دصادریدو کابو نیمې غوښتنې منل شوی دی  چې  په جرمنی کې  له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو لپاره  هڅه کوی .

 کابو  یوه میاشت مخکې   دکابل په ډیپلوماټ میشته  سیمې کې د  زورورې چاودنې له  امله   څه دپاسه یو سل پنځوس کسان  مړه او په سلګونو نور ټپیان شوی وو او  دجرمنی پشمول دبیلابیلو هیوادونو سفارتونو ته  ډیر تاوانونه اوښتی  وو .