جرمنی ته دافغان کډوالو دمهاجرت لپاره د ویزو صادریدا دریدلې ده
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی دافغانستان په کابل کې وروستیو چاودنو له امله په کابل کې دجرمنی دسفارت ودانۍ ته د تاوانونو داوښتو اودغه راز د دغه سفارت بندیدو د دوام په دلیل جرمنی ته دافغان پناه غواړو دمهاجرت لپاره د ویزو صادریدا هم درول شوې ده .
د دغه راپور په اساس په کابل کې دجرمنی په سفارت کې د منل شویو کډوالو دکورنیو له غړو سره اړونده دهغو افغانانو لپاره د ویزو دصادریدو کابو نیمې غوښتنې منل شوی دی چې په جرمنی کې له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو لپاره هڅه کوی .
کابو یوه میاشت مخکې دکابل په ډیپلوماټ میشته سیمې کې د زورورې چاودنې له امله څه دپاسه یو سل پنځوس کسان مړه او په سلګونو نور ټپیان شوی وو او دجرمنی پشمول دبیلابیلو هیوادونو سفارتونو ته ډیر تاوانونه اوښتی وو .