دافغانستان دملی وحدت حکومت کمزوری کول سره کرښه ده
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان دحزب ا سلامی مشر ګلبدین حکمتیار دافغانستان دژغورنې لپاره د ائیتلاف د لوړې شورا د موجویّت داعلان دخبر په خپریدوپسې پرون په یولړ څرګندونو کې وویل ، یوه کس ته به هم د افغانستان د حکومت د کمزوری کولو ا و اړۍ ګړئ رامینځةکولو اجازت ورنکړی او دهغوی په مقابل کې به کلک ودریږی .
حکمتیار وئیلی دی ، دغه ګوند له هر هغه اقدام اوپلانه چې په افغانستان کې دعدالت ،امنیت دټینګولو او دنظام دپیاوړی کولو اواصلاح لامل کیږی ،په جدی توګه ملاتړ وکړی .
دافغانستان دنجات لپاره د ائیتلاف لوړه شورا چې دصلاح الدین ربانی په مشرۍ جمعیت اسلامی ، دعبدالرشید دوستم په مشرۍ جنبش ملی اسلامی او د محمد محقق په مشرۍ حزب وحدت اسلامی ګوندونه پکې شامل دی ، خپل موجودیّت اعلان کړ .
دغې شورا پخپل لومړنی ګام کې وئیلی دی ، دنظام د دړې وړې کیدا او په هیواد کې د ګډوډیو دمخینوی لپاره به ډیر زر دغوره فیصلو په باب د غږمله بهیرونو په شتون سره یوه غونډه جوړه کړی .
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان دولسمشرۍ ویندوی شاه حسین مرتضوی دافغانستان دنجات لپاره د ائیتلاف لوړې شورا د موجویّت په اعلان پسې وئیلی دی ، مناسبه طرحه له مشکلاتو تیریدلی شی ، خو زاړې اوآزمویل شوی نسخې کومه ګټه نه لری .