په افغانستان کښې دې د دیوبند مدرسې څانګه جوړه شي
د افغانستان د ملي وحدت د حکمت د اجرايي شورا مشر په راتلونکي کښې په خپل هیواد کښې د هندوستان د (دیوبند) مدرسو د یوې څانګې د جوړولو خبر ورکړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې عبدا... عبدا... نن په کابل کښې په یوه وینا کښې وویل: د پاکستان دیني مدرسې له افغان ځوانانو ناوړه استفاده کوي او د دې ستونزې د هواري لپاره باید په افغانستان کښې د هندوستان د دیوبند مدرسې یوه څانګه فعاله شي.
عبدا... عبدا... په افغانستان کښې د دیني مدرسو د ستونزو په هکله ټینګار وکړ چې په دغه هیواد کښې دیني مدرسې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او د زده کړې لپاره د پاکستان دیني مدرسو ته له تلونکو افغان ځوانانو ناوړه استفاده کیږي.
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي شورا مشر زیاته کړه: له دې ستونزو سره د مقابلې لپاره ضروري ده چې په افغانستان کښې د دیوبند مدرسې یوه څانګه پرانیستله شي څو افغان ځوانان د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته د تګ ضرورت ونه لري.
په پاکستان کښې موجودې دیني مدرسې د افراطي عقایدو په دودولو تورنې دي او د عربستان لخوا یې مالي ملاتړ کیږي او ځوانان په افغانستان کښې جنګ ته هڅوي.