ایا امریکا په افغانستان کې سر بداله نده ؟
امریکا په عین حال کی چی په افغانستان کې د جنګ د دوام غوښتونکی ده ، سر بداله او لالهنده هم ده او نه پوهیږی چی څرنګه د افغانستان جنګ اداره کړی او خپلو هدفونو ته ورسی .
د تهران د پښتو راډیو د سیاسی شناندی له راپور سره سم د واشنګټن اګزامینر مجلې د امریکا د دفاع وزیر جیمز میتس له قوله لیکلی دی چی د افغانستان لپاره پوځی سټراټیجۍ تراوسه نده بشپړه شوی خو په عین حال کې یې ټینګار کړی دی چی پرې کار روان دې . میتس زیاته کړه دا نشی ویلی چی دا سټراټییجۍ به کله چمتو شی .
دا په داسې حال کې دی چی جیمز میتس څو اونۍ وړاندې د کانګرس د پوځی خدماتو په کمیشن کې ویلی وو چی د جولایی میاشتې په نیمایی کې به افغانستان لپاره د امریکا نوی سټراتیجۍ بشپړه او ولسمشر ټرمپ ته وړاندې شی چی له حکومته یې اوه میاشتې تیریږی او تراوسه یې افغانستان لپاره پوځی ستراتیجۍ نده بشپړه او اعلان کړی .
تهران راډیو په دې باره کې د ټیلی فون په لیکه په فرانسه کې میشت د افغانستان د چارو د کارپیژاندی ښاغلی ډاکټر اکبر وردک نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل داسې ښکاری امریکا د ۲۰۰۱ میلادی کال د ستمبر د ۱۱ د حملو د غچ په پلمه خپلو خاصو هدفونو ته د رسیدا لپاره په افغانستان حمله وکړه او تراوسه په سیمه کې خپلو اهدافو ته نده رسیدلی البته له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او له افغان دولت سره د مرستې په پلمه توانیدلی ده له افغانستان سره امنیتی تړون لاسلیک کړی چی د هغه په اساس یې د افغانستان په سټراتیجیکو سیمو کې څو پوځی اډې جوړی کړی دی او اوس په لټه کې ده له دغو اډو په استفادې سره د افغانستان په شاه وخوا کې خپل سیال هیوادونه وڅاری او د دغو هدفونو د تحقق لپاره اړتیا وه چی د افغانستان جنګ دوام ومومی خو په افغانستان کې د جنګ دوام د امریکا د خلکو له غبرګونونو سره مخامخ دې ، په دې اساس د دغه هیواد د عمومی افکارو د قانع کولو لپاره اوس ټرمپ د افغانستان لپاره د نوی ستراتیجۍ شور ماشور جوړ کړی ، په داسې حال کې چی ټرمپ د جنګی مسلو په تیره بیا د افغانستان په ارتباط هیڅ کار او اختیار نلری او دا د امریکا پوځیان دی چی د افغانستان لپاره فیصله کوی او د عسکرو لاس یې خلاص پریښودلی دی ، په داسې حال کې چی د اوباما د حکومت په وخت دا اختیار پوځیانو ته نه ورکول کیده .
د یادولو ده چی د ټرمپ په دولت کې شپږ مهمې امنیتی څوکۍ پوځیانو ته ورکړل شوی دی ، په همدې خاطر د ښاغلی وردک په وینا اوس د ټرمپ په حکومت کې د جنګ منطق واکمن دې خو د چین ، روسیې او ایران په شمول د سیمې د هیوادونو اندیښنو ته په پام سره لیرې ښکاری چی امریکا وکولې شی خپلو هدفونو ته ورسی ځکه چی د امریکا د سلطې پرضد یوه سیمه ایزه اجماع د جوړیدا په حال کې ده ، خو د افغانستان یوه تکړه لیکوال او شناندی ښاغلی قاضی محمد حسن حقیار په دې باره کې مونږ ته وویل چی د امریکا سیاستوالان او پوځیان د افغانستان د مسلې په ارتباط له شک او تردید سره مخامخ دی . د حقیار په وینا امریکا د دې په ځای چی په افغانستان کې په خپلې ماتې اعتراف وکړی ، په افغانستان کې یې یو مبهم حالت رامینځته کړی دی ، د دې شکمن وضعیت د ختمولو لپاره کله وایی له دریو تر پینځه زره ځواکونو پورې افغانستان ته استوی ، خو په امریکا کې د ولسی مخالفتونو په خاطر د ټرمپ سلاکاران هغه ته مشوره ورکوی چی د امریکا د رسمی ځواکونو په ځای د بلیک واټر او ډاینکورپ په شان د امنیتی شرکتونو کسان افغانستان ته ولیږی . د حقیار په وینا امریکا د دې پر ځای چی په خپلې ماتې اعتراف وکړی او جنګ افغانانو ترمینځ په تفاهم سره ختم کړی د نورو عسکرو په ورلیږلو سره په لټه کې ده چی د افغانستان جنګ نور هم زیات کړی . ښاغلی حقیار جوته کړه چی امریکا په عین حال کی چی په افغانستان کې د جنګ د دوام غوښتونکی ده ، سر بداله او لالهنده هم ده او نه پوهیږی چی څرنګه د افغانستان جنګ اداره کړی او خپلو هدفونو ته ورسی .
عاشق حسین طوری