طالبانو د افغانستان په شمال کې ۱۲ کلی ونیول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i52424-طالبانو_د_افغانستان_په_شمال_کې_۱۲_کلی_ونیول
د افغانستان د پارلیمان ځینو استازیو و چارواکو او یو شمیر شخصیتونو د فاریاب ولایت د امنیتی حالاتو په خرابیدا اندیښنه څرګنده کړی ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2017 11:21 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغانستان په شمال کې ۱۲ کلی ونیول

د افغانستان د پارلیمان ځینو استازیو و چارواکو او یو شمیر شخصیتونو د فاریاب ولایت د امنیتی حالاتو په خرابیدا اندیښنه څرګنده کړی ده

 

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم  په فاریاب ولایت کې د طالبانو ډلې حملې چی له دوه ورځې وړاندې پیل او اوس هم دوام لری ، د بلچراغ او دولت اباد ولسوالۍ یې هدف ګرځولی دی .

د فاریاب د پولیسو ویندوی عبد الکریم یورش نن وویل د افغان عسکرو شاتګ سبب شوی چی د دغو دو ولسوالیو ۱۲ کلی او همداراز د پولیسو ۴ پوستې طالبان ونیسی .

د فاریاب د پوځی چارواکو  په وینا په دغو حملو کې ۴ پولیس ژوبل شوی دی .

د طالبانو ویندوی ذبیح ا.... مجاهد ادعا کړی ده چی طالبانو په فاریاب کې لږ تر لږه ۷ پوستې نیولی دی  او په دغو نښتو کې ۲۶ افغان پولیس وژل شوی دی .

د افغانستان د پارلیمان ځینو استازیو و چارواکو او یو شمیر شخصیتونو د فاریاب ولایت د امنیتی حالاتو په خرابیدا اندیښنه څرګنده کړی ده .