صهیونېسټانو نن یو ځل بیا په مسجدالاقصی حمله وکړه
نن تقریباً سل تنو صهیونېسټانو یو ځل بیا په مسجدالاقصی باندې په حملې سره د دغه مقدس ځاے بې حرمتی وکړه.
د سپوټنېک خبری اژانس په نقل سره زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې په مسجدالاقصی باندې د صهیونېسټی ښارګې مېشتو حمله د صهیونېسټی فوځیانو په ملاتړ سره وشوه.
د دغه رپوټ له مخې د مسجدالاقصی په خواشا کښې تاوتریخوالے هم هغه شان دوم لری او اسرائیلی فوځیان د مسجدالاقصی په خواو شا کښې د ننوتلو په لارو کښې د قدس شریف په اوسېدونکو او احتجاج کوونکو حملې کوی.
د مسجدالاقصی خطیب عکرمه صبری له دې مخکې وویل چې احتجاجونه به تر هغه چې مسجدالاقصی ته د ننوتو په لارو کښې نصب شوی ګېټونه لرې نه کړې شی دوام ومومی.
همدارنګ د فلسطینی اسیرانو کلب نن په یوې بیانیې کښې وویل، د قدس د غاصب رژیم فوځیانو د لویدیځ غاړې په مختلفو سیمو کښې دوه دېرش فلسطینیان ونیول چې عمر عبدالرزاق نومې فلسطینی قانوندان او دوه وړې جینکۍ هم په دغو کسانو کښې لیدل کیږی.