د ایران، افغانستان او هند درې اړخیزه خبرې اترې
د افغانستان په کابل او پنجشیر ولایتونو کښې د ایران، افغانستان او هند د پلاو ترمېنځ د درې اړخیزو خبرو اترو د دویمې ورځې غونډه ترسره شوه.
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د سټراټیجکو مطالعاتو د مرکز مشر داود مرادیان نن په کابل کښې په یو اخباری کانفرنس کښې وویل، د دغو درې ورځنیو غونډو په دویمه ورځ د افغانستان د عمومی حالاتو د جاجونې، د ایران د چابهار بندر په محوریت سره د درې واړو هېوادونو ترمېنځ د اقتصادی ملګرتیاو، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د نورو لوبغاړو د رول په باره کښې بحث او د نظر تبادله وشوه.
مرادیان زیاته کړه، د ایران او هند دواړو هېوادونو سرکاری پلاو د افغانستان له حکومتی چارواکو سره لیدنې کتنې وکړې او د افغانستان او ایران او د افغانستان او هند په دوو اړخیزو خبرو اترو کښې یې هم ګډون وکړ.
مرادیان د سیمې د هېوادونو ترمېنځ د داسې غونډو جوړېدل اهمیت لرونکی وبلل او وې ویل له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره ترټولو ستر مشکل له دغې ښکارندې سره د مقابلې لپاره د ګډ سیمه ایز پروګرام نیشتوالے دے.